ريوډي جنيرو 01 فروري (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 2 لكهه 24زره څخه زياته شوې دغسې هېواد كښې د رنځورانو شميره 92 لكهه ته رسيدلې۔د ګل په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 9204731 ته رسيدلې۔ برازيل كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره 224534 څخه …
برازيل كښې د كورونا وائرس له امله 2 لكهه 24 زره څخه زيات كسان مړه شول
ريوډي جنيرو 01 فروري (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 2 لكهه 24زره څخه زياته شوې دغسې هېواد كښې د رنځورانو شميره 92 لكهه ته رسيدلې۔د ګل په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 9204731 ته رسيدلې۔ برازيل كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره 224534 څخه زياته شوې ، هېواد كښې دا مهال د كورونا وائرس 953155 فعاله رنځوران موود دي ۔ برازيل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې تر اوسه 8027042 څخه زيات رنځوران ښه شوي۔ برازيل د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دريم او د مړو په لحاظ سره دويم تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره پرله پسې زياتيږي










