ملګري ملتونه ۔1فروری(اے پی پی)د ملګرو ملتونو جنرل سېكرټري انتونيو ګوترېش ميانمار كښې د حكومتي ډلې نېشنل ليګ آف ډېموكرېسي (اېن اېل ډی) لارښود آنګ سان سوچي او د نورو لارښودو د نيولو پوځي اقدام سخته غندنه كولو سره وئيلي دي دا اقدام ميانمار كښې جمهوري اصلاحات ته د سخت زيان رسولو عكاسي كوي۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو وياند سټېفن دوجارك خپل يو بيان …
ملګرو ملتونو د آنګ سان سوچي ٬ صدر او د نورو لارښودود نيولو پېښه وغندله
ملګري ملتونه ۔1فروری(اے پی پی)د ملګرو ملتونو جنرل سېكرټري انتونيو ګوترېش ميانمار كښې د حكومتي ډلې نېشنل ليګ آف ډېموكرېسي (اېن اېل ډی) لارښود آنګ سان سوچي او د نورو لارښودو د نيولو پوځي اقدام سخته غندنه كولو سره وئيلي دي دا اقدام ميانمار كښې جمهوري اصلاحات ته د سخت زيان رسولو عكاسي كوي۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو وياند سټېفن دوجارك خپل يو بيان كښې وئيلي دي سېکرټری جنرل د میانمار د نوي پارليمنټ غونډې په مهال د اېن اېل ډي لارښود آنګ سان سوچي سره د صدر يو ون مېنټ او نورو لارښودو د نيولو سخته غندنه كړې۔ هغه وئيلي دي د ميانمار پوځ دا اقدام جمهوري اصلاحات ته د سخت زيان رسولو عكاسي كوي۔ هغه ووئيل د نومبر په ټاكنو كښې اولس د آنګ سان سوچي پارټۍ له مېنډېټ وركړے ؤ۔ هغه د ميانمار پوځ نه غوښتنه وكړه چې د اولس د هيلو احترام وكړي۔ په جمهوري اصولو عمل كولو سره چې كوم هم اختلاف شته هغه د سولييزو خبرو اترو د لارې حل كړئ










