پېنډۍ 15 مارچ (اے پی پی) په وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو د بريدونو پشمول د ترهه ګرۍ په سختو جرمونو كښې ككړ درې ترهه ګر د ساهيوال په زندان كښې په سولۍ كړې شوي دي ۔ په دې مجرمانو په پوځي عدالتونو كښې مقدمه چلولې شوې۔د آئي اېس پي آر لخوا د شورو په ورځ جاري كړی شوي بيان ترمخه كومو مجرمانو ته چې د مرګ …
په وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو د بريدونو پشمول د ترهه ګرۍ په سختو جرمونو كښې ككړ درې ترهه ګر د ساهيوال په زندان كښې په سولۍ كړې شول

مزید خبریں
پېنډۍ 15 مارچ (اے پی پی) په وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو د بريدونو پشمول د ترهه ګرۍ په سختو جرمونو كښې ككړ درې ترهه ګر د ساهيوال په زندان كښې په سولۍ كړې شوي دي ۔ په دې مجرمانو په پوځي عدالتونو كښې مقدمه چلولې شوې۔د آئي اېس پي آر لخوا د شورو په ورځ جاري كړی شوي بيان ترمخه كومو مجرمانو ته چې د مرګ سزا وركړې شوې په دوي كښې سيد زمان خان٬شاه ولي او محمد ذيشان شامل دي۔سيد زمان خان د حركت الجهاد اسلامي يو غړے وو او دې په وسله وال ځواك بريد كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې عسكر شهيد او ژوبل شوې وو او سركاري املاكو ته يې هم زيان رسولې۔مجرم د مجسټرېټ او ټرائل كورټ وړاندې د خپل جرم اعتراف كړې او دغسې ده ته د مرګ سزا وركړې شوه۔ شاه ولي د تحريك طالبان پاكستان غړے وو دے په قانون نافذ كونكو ادارو او وسله والو ځواكونو بريدونو كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې عسكر مړه او بل ژوبل شوې۔ مجرم د مجسټرېټ او ټرائل كورټ وړندې د خپل جرم اعتراف كړې او دغسې ده ته د مرګ سزا وركړې شوه۔شاه ولي د حركت الجهاد اسلامي يو غړے وو او دې په وسله وال ځواك بريد كښې ككړ وو چې په نتيجه كښې يې عسكر شهيد او نور ژوبل شوې وو۔مجرم د مجسټرېټ او ټرائل كورټ وړاندې د خپل جرم اعتراف كړې او دغسې ده ته د مرګ سزا وركړی شوه۔د پوځي عدالتونو لخوا د مرګ سزا اورول شويو 161 مجرمانو كښې 21 په سولۍ كړی شوي









