كال 2013 كښې مونږ د ترهه ګرۍ٬اقتصادي كمزورۍ او د توان كمبوت پشمول يو شمېر مسئلو سره مخ وو٬زمونږ حكومت دا مسائل چېلنج ګڼلو سره سخت محنت وكړو او په دې ټولو مسئلو يې قابو وموندلو٬نن د لويې څښتن په فضل او بيا زمونږ د حكومت د سخت محنت په سوب پاكستان د څوكالۍ او پرمختګ په لاره روان دې۔د وزيراعظم نواز شريف ګورنر هاؤس كراچۍ كښې كاروباري شخصياتو سره خبرې

اسلام آباد 14 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې كال 2013 كښې مو اقتدار ترلاسه كړو نو مونږ د ترهه ګرۍ٬اقتصادي كمزورۍ او د توان كمبوت پشمول ځينې يو شمېر مسئلو سره مخ وو٬زمونږ حكومت دا مسائل چېلنج ګڼلو سره سخت محنت وكړو او په دې ټولو مسئلو يې قابو وموندلو٬نن د لويې څښتن په فضل او بيا زمونږ د حكومت د سخت محنت په سوب …

اسلام آباد 14 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې كال 2013 كښې مو اقتدار ترلاسه كړو نو مونږ د ترهه ګرۍ٬اقتصادي كمزورۍ او د توان كمبوت پشمول ځينې يو شمېر مسئلو سره مخ وو٬زمونږ حكومت دا مسائل چېلنج ګڼلو سره سخت محنت وكړو او په دې ټولو مسئلو يې قابو وموندلو٬نن د لويې څښتن په فضل او بيا زمونږ د حكومت د سخت محنت په سوب پاكستان د څوكالۍ او پرمختګ په لاره روان دې۔ده د نهې پھ ورځ ګورنر هاؤس كراچۍ كښې كاروباري شخصياتو سره خبرې كولې۔كراچۍ كښې د امن صورتحال حواله وركولو سره ده ووئيل چې دلته د امن وضعه ډېره ښه شوې او كاروباري هلې ځلې د معمول ترمخه بېرته پېل شوي دي٬په دې لړ كښې د قانون نافذ كونكو ايجنسو كردار د ستائنې وړ دې۔وزيراعظم ووئيل نړيوال مالياتي رېتنګ ايجنسو د پاكستان د اقتصادي پرمختګ اعتراف كړی٬پاكستان اوس كاروباري كسانو او سرمايه كارو لپاره يو زړه راښكونكې منزل جوړ شوې۔ده ووئيل د تېرو څلورو كلونو په مهال د حكومت سرمايه كار دوست پالېسو او اقتصادي كاميابو په نتيجه كښې ځينې نوموړو نړيوالو سرمايه كارو او كمپنو پاكستان كښې سرمايه كارۍ او كاروبار كولو كښې خوښي ښكاره كړې۔وزيراعظم ووئيل پاكستان اوس ميكرو اكنامك استحكام ترلاسه كړې۔وزيراعظم ووئيل په مالي كال 2016 كښې مجموعي قامي پیداوار 4.7 فيصد رېكارډ كړی شوې كوم چې د اتو كلونو تر ټولو لوړه شرح ده۔وزيراعظم ووئيل سي پیك د سرمايه كارۍ او روزګار نورې موقعې وركوي۔غونډه كښې د سندھ ګورنر محمد زبير٬اعلٰی وزير مراد علي شاه٬د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال او د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق او د سركاري بورډ چيئرمېن مفتاح اسماعيل او نور اعلٰی چارواكي موجود وو۔

مزید خبریں