اسلام آباد 14 مارچ (اے پی پی) د نېشنل ډيفنس پوهنتون د سيوري لاندې د پاكستان او برتانيې دوه ورځنې سيمينار وشو د كوم سرخط چې استحكام او د امن هڅو كښې د تجربو څخه استفاده كول وو٬ د پرانستې سېشن خاص مېلما د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وو٬د برتانيې پلاوي مشري لېفټيننټ جنرال پيټرك سينډرز كوله۔پھ دې موقع پھ خپل خطاب كښې سرلښكر د تېرو څو …
د نېشنل ډيفنس پوهنتون د سيوري لاندې د پاكستان او برتانيې دوه ورځنې سيمينار

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مارچ (اے پی پی) د نېشنل ډيفنس پوهنتون د سيوري لاندې د پاكستان او برتانيې دوه ورځنې سيمينار وشو د كوم سرخط چې استحكام او د امن هڅو كښې د تجربو څخه استفاده كول وو٬ د پرانستې سېشن خاص مېلما د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وو٬د برتانيې پلاوي مشري لېفټيننټ جنرال پيټرك سينډرز كوله۔پھ دې موقع پھ خپل خطاب كښې سرلښكر د تېرو څو كلونو راهيسې د بدنظمۍ او د دهشت قوتونو په ضد د پاكستان هلې ځلې رامخې ته كړې۔ده كال 08-2007 كښې پېل كړی شوي پوځي عملياتو اهميت هم رامخې ته كړو۔عمليات ردالفساد د دې تسلسل دې چې مقصد يې د پوځي عملياتو كاميابي او په هېواد كښې امن٬استحكام او د معمول ژوند بحالول دي۔د دې نه وړاندې لېفټيننټ پيټرك سينډرز د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د اولس او د پوځ هڅو ته پېرزوينې وړاندې كړې كومو سره چې نه يوازې پاكستان بلكې ټولې نړۍ محفوظ شوې۔په سېمينار كښې د برتانيې د هائي كمېشن نمائندګانو٬پخواني سفيرانو٬پوځي افسرانو او د بېل تهنك ټينګ او پوهنتون مشرانو ګډون وكړو









