اسلام آباد 14 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې پاكستان مسلم ليګ(ن)تل د اولس ښېګړو له كار كړې او د جمهوري اصولو پاسداري يې كړې٬ د مسلم ليګ(ن)نمائندګان دې د اولس مسئلي حل له پھ زړه پورې كار وكړي۔د نهې پھ ورځ د كراچۍ په ګورنر هاؤس كښې د مسلم ليګ(ن)كراچۍ ضلعي نمائندګانو د غونډې مشري كولو سره وزيراعظم ووئيل د حكومتي ھڅو په سوب په …
د مسلم ليګ(ن)نمائندګان دې د اولس مسئلو حل له پھ زړه پورې كار وكړي

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مارچ (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې پاكستان مسلم ليګ(ن)تل د اولس ښېګړو له كار كړې او د جمهوري اصولو پاسداري يې كړې٬ د مسلم ليګ(ن)نمائندګان دې د اولس مسئلي حل له پھ زړه پورې كار وكړي۔د نهې پھ ورځ د كراچۍ په ګورنر هاؤس كښې د مسلم ليګ(ن)كراچۍ ضلعي نمائندګانو د غونډې مشري كولو سره وزيراعظم ووئيل د حكومتي ھڅو په سوب په كراچۍ كښې امن بحال شوې او كراچۍ د رڼاګانو د ښار اعزاز بيا ترلاسه كړې۔ كراچۍ كښې امن نه يوازې د ښار بلكې د سندھ او پوره هېواد پرمختګ له ضروري دې۔ده ووئيل مونږ د اوبو او د وګړو د ټرانسپورټ پشمول د كراچۍ د اولسي مسئلو څخه خبر يو٬دې لپاره زمونږ حكومت د كراچۍ اولس لپاره د كے۔فور واټر سپلائي پراجېكټ٬د كراچۍ سركلر رېلوے پراجېكټ٬ګرين لائن ماسك ټرانزټ پراجېكټ او د لياري ايكسپرېس وے ډالۍ وركړې









