اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي بايد اسلامي هېوادونه د شريكو اختلافاتو څخه ځان ساتلو سره سره پرمختګ او استحكام لپاره په ګډه كار وكړي ۔ده دا خبره د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د يمن دوهم وزيراعظم او خارجه وزير عبدالمالك عبدالجليل المخلافي سره ملاقات په مهال كړی۔ملاقات كښې د پاكستان خارجه وزارت لنډ مهاله سېكتر محمد وحيد الحسن او د يمن …
بايد اسلامي هېوادونه د اختلافاتو څخه ځان ساتلو سره سره پرمختګ او استحكام لپاره په ګډه كار وكړي

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي بايد اسلامي هېوادونه د شريكو اختلافاتو څخه ځان ساتلو سره سره پرمختګ او استحكام لپاره په ګډه كار وكړي ۔ده دا خبره د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د يمن دوهم وزيراعظم او خارجه وزير عبدالمالك عبدالجليل المخلافي سره ملاقات په مهال كړی۔ملاقات كښې د پاكستان خارجه وزارت لنډ مهاله سېكتر محمد وحيد الحسن او د يمن سفير محمد مو طاهر الشعبي سره اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔اولس مشر ووئيل د جنګ له امله يمن ته ډېر زيان رسېدلې ٬ده هيله څرګنده كړه چې وضعه به ډېره زر ښه شي۔اولس مشر ووئيل پاكستان د يمن پرمختګ او استحكام كښې خپله برخه اچول غواړي او خوښي لري چې په يمن كښې زر تر زره امن راشي او هلته وګړي د جنګ څخه خلاص شي ۔ده ووئيل پاكستان د يمن اولس مشر منصور هادي د امن هلوو حلو ته د قدر په سترګه ګوري او منصور هادي د يمن جائز حكمران ګڼي او هغه ته به د پاكستان ملاتړ ترلاسه وي او په سيمه كښې امن او پرمختګ لپاره به پاكستان د يمن ملګرتيا كوي۔په دې موقع اولس مشر د جنګ په مهال د پاكستانيانو راستنېدو لپاره د يمن حكومت هڅې وستائېلې۔ده هيله څرګنده كړه چې د يمن حكومت به د پاكستانيانو راستنېدو له خپل كردار ترسره كوي۔اولس مشر ووئيل پاكستان د يمن جنګ ځپليو بحالۍ له مرسته اعلان كړی او دا مرسته به د يمن حكومت د خوښې ترمخه زر تر زره وكړی شي۔اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې په شريك باور او مرسته اډانه دي۔د دې اړيكو لا مستحكمولو ته اړتيا ده۔په دې موقع د يمن دوهم وزيراعظم او خارجه وزير عبدالمالك عبدالجليل المخلافي د اولس مشر سره په خپلو خبرو كښې ووئيل يمن د پكستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او زمونږ حكومت به په يمن كښې د پاكستانيانو كارمندانو هركلے كوي۔









