د امن او پرمختګ دښمنانو له به د ګران هېواد په امن او سلامتيا كښې د خنډانو راولاړولو اجازه ورنه كړو

اسلام آباد ۔ 13 مارچ (اے پی پی) هېواد كښې د امنيت په حقله د لوړې كچې غونډه كښې د د دغې عزم پخلې شوې چې د امن او پرمختګ دښمنانو له به د مورني هېواد په امن او سلامتيا كښې د خنډانوراولاړولو اجازه ورنه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د امنيت په اړه د لوړې كچې …

اسلام آباد ۔ 13 مارچ (اے پی پی) هېواد كښې د امنيت په حقله د لوړې كچې غونډه كښې د د دغې عزم پخلې شوې چې د امن او پرمختګ دښمنانو له به د مورني هېواد په امن او سلامتيا كښې د خنډانوراولاړولو اجازه ورنه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د امنيت په اړه د لوړې كچې غونډه كښې وشوه۔ په وزیراعظم هاؤس غونډه كښې د د ” ردالفساد” عملياتو د پېشرفت او كاميابو جاج اخستې شوې۔ غونډه كښې په متفقه د دې خبرې پخلې وكړې شو چې د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ خاتمه د پاكستان سلامتيا د پاليسۍ تقاضا ده۔ وزیراعظم د پاك پوځ او قانون نافذ كوٶنكو ادارو لخوا تر اوسه په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره امر وكړو چې د عملدرآمد رفتار دې لا ګړندې كړې شي۔ غونده كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي هلو ځلو په اړه د بېلا بېلو قوانين هم جاج واخستې شو او د دې قوانينو په لا موثره كولو په لارو هم غور وكړې شو۔ غونډه كښې ګډون كوٶنكو د پوځ او سول امنيتي اهلكارو او د پاكستان د امن خوښو خلقو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره په دې خبره ټېنګار وكړو چې د امن او پرمختګ دښمنانو ته به كله هم هېواد كښې د امن او سلامتيا د وضعې خرابولو اجازه ورنه كرو۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان، د خزانې وزير محمد اسحاق ډار،د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ، د پنجاب اعلٰې وزير محمد شهباز شریف، د وزیراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز ،د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه او د آئي اېس آئي ډي جي لېفټېننټ جنرال نوید مختار سره سره نورو سول او عسكري چارواكي موجود وو۔

مزید خبریں