د پارلمان مېرمنې غړې خپل كردار په غوره ډول ترسره كوي

اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د پارلمان مېرمنو غړو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د ښه پرمختيائي مقاصدو لپاره نړيوال عزم مونږ ته دا ډاډګېرنه كوي چې صحت مند او لوستي قام له د جهالت د مقابلې لاره د مېرمنو لارښونې او د مېرمنو مركزيت پاليسو څخه رامينځ ته كېږي ٬ د پاكستان پارلمان دا اعزاز لري چې په نړۍ …

اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د پارلمان مېرمنو غړو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د ښه پرمختيائي مقاصدو لپاره نړيوال عزم مونږ ته دا ډاډګېرنه كوي چې صحت مند او لوستي قام له د جهالت د مقابلې لاره د مېرمنو لارښونې او د مېرمنو مركزيت پاليسو څخه رامينځ ته كېږي ٬ د پاكستان پارلمان دا اعزاز لري چې په نړۍ هغه وړومبنې پارلمان دے چې د په اېس ډي جيز وړومبې پارلماني سېكټرېټ جوړولو سره ئې د پارلماني تږ لارې پخپل وژن كښې د نړيوال پرمختګ اېجنډا شامله كړې ده ۔ ده ګل په ورځ د انټرنېشنل وېمن پارلماني كنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب كولو ۔ ده ووئيل غونډه كښې په ګډون كولو زه ډېر خوشحاله شوې يم چې پكښې د اسياء٬ افريقې٬ اروپا او اسټراليا براعظمونو د 16 هېوادونو پارلمانې غړي په دې كنفرنس كښې ګډون كوي۔ده ووئيل د ګرانو مېلمنو په اسلام آباد كښې شتوالې د كلك امن او په ګډه د پرمختګ خوښۍ لرلو عكاسي كوي۔ده ووئيل ما ته د خپلې تجربې نه معلومه شوې كه مېرمنې غړې د پارلمان په قانون سازۍ كښې په زړه پوري ډول برخه اخلي نو د پارلمان پام د اولس څوكالۍ او په خاص توګه بشري پرمختګ ته ګرځي۔د مېرمنو د وزارتونو كاركردګي هم د ستائنې وړ ده او پارلماني سېكترې د غړو د پوښتنو غوره ځوابونه وركوي۔ده ووئيل زمونږ په پارلمان كښې د ټولو پارلماني ګوندونو د مېرمنو يو پارلماني كاكس شته والے په دې لړ كښې ډېر ګټور ثابت شوې او د دې ګټور پلېټ فارم په سوب پارلمان په تېرو ورځو كښې په ګډه پرله پسې د زنا بل جبر٬د غېرت په نوم د وژني مخ نيوي بل منظور كړې۔سپيكر ووئيل د پائيداره پرمختګ مقاصدو لپاره نړيوال لوظ مونږ ته دا يادګيرنه كوي چې د صحت مند او لوستي قام لپاره د جهالت د مقابلې كولو لاره د مېرمنو د لار ښونې او د مېرمنو د مركزيت لرونكې پالېسۍ څخه رامينځ ته كېږي۔)

مزید خبریں