پنډۍ ۔ 11 مارچ (اے پی پی) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د پېښور زلمي كركټ لوبډلې د خالي په ورځ جنرل هېډ كوارټرز كښې ملاقات وكړو۔ د پوځ سرلښكر لوبډلې او د دې انتظاميې ته په كاميابۍ مباركي وركړه او پاكستان كښې د نړيوال كركټ بېرته راوستلو لپاره ئې د پي اېس اېل د ټولو ډلو او منتظيمونو هڅې وستائلې۔ د آئي اېس پي آر لخوا …
جنرال قمر جاوېد باجوه سره د پېښور زلمي كركټ لوبډلې ملاقات۔ لوبډلې او د دې انتظاميې ته په كاميابۍ ترلاسه كولو مباركي

مزید خبریں
پنډۍ ۔ 11 مارچ (اے پی پی) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د پېښور زلمي كركټ لوبډلې د خالي په ورځ جنرل هېډ كوارټرز كښې ملاقات وكړو۔ د پوځ سرلښكر لوبډلې او د دې انتظاميې ته په كاميابۍ مباركي وركړه او پاكستان كښې د نړيوال كركټ بېرته راوستلو لپاره ئې د پي اېس اېل د ټولو ډلو او منتظيمونو هڅې وستائلې۔ د آئي اېس پي آر لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه په خصوصي توګه د غېر ملكي لوبغاړو او مېلمنو ذكر وكړو او ددوئي مننه ئې وكړه۔ د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان يو امن خوښوونكے هېواد دے ده ووئيل كركټ دلته تر ټولو زياته خوښه لوبه ده او د اولس يو والي يوه وسيله ده۔ ده لوبغاړو ته هدايت وكړو چې د پاكستان ښه تشخص رامخې ته كولو له خپلې هڅې روانې وساتي۔ لوبغارو او منتظيمونو په ملاتړ كولو د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه مننه وكړه۔ دوئي ووئيل په دې مونږ ته خوشحالي شوې چې جنرال قمر جاوېد باجوه هم كركټ سره تړون لري او په دې اړه معلومات او تجربه لري۔ لوبغاړو د پوځ سرلښكر ته باور وركړو چې مونږ د پاكستان عسكر يو او هېواد كښې امن او قامي همغږۍ ته وده وركولو له تاسو سره سم ولاړ يو۔ لوبډلې هېواد كښې امن په ځائې كولو له د پاك پوځ د عظيمو قربانيو اعتراف هم وكړو۔









