لاهور ۔ 11 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي ټېكنالوجۍ لرونكې ه فعاله او اولس دوست پوليس د حكومت اولنۍترجيح او هدف دے۔ هر وګړي ته انصاف وركولو ته مونږ تر ټولو لومړې پام كوؤ۔ د تهاڼو ماحول دې د شكايت راوړونكو لپاره ساز او دوستانه وي۔ د ټولو پوليس سټېشنونو فرنټ ډېسك دې سېنټرلائز سسټم سره وتړلې شي۔ د پي اېس اېل كاميابۍ سره په …
ټېكنالوجۍ لرونكې فعاله او اولس دوست پوليس د حكومت اولنۍترجيح او هدف دے۔ هر وګړي ته انصاف وركولو ته مونږ تر ټولو لومړې پام كوؤ۔ د تهاڼو ماحول دې د شكايت راوړونكو لپاره ساز او دوستانه وي۔ د ټولو پوليس سټېشنونو فرنټ ډېسك دې سېنټرلائز سسټم سره وتړلې شي۔ د پي اېس اېل كاميابۍ سره په كېدو د پنجاب پوليس ٬ امنيتي ادارې ٬ پاك پوځ او پي بي سي د مباركۍ مستحق دي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د پولیس سټېشنونو ډیجیټلائزېشن په لړ كښې دستورې ته خطاب

مزید خبریں
لاهور ۔ 11 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي ټېكنالوجۍ لرونكې ه فعاله او اولس دوست پوليس د حكومت اولنۍترجيح او هدف دے۔ هر وګړي ته انصاف وركولو ته مونږ تر ټولو لومړې پام كوؤ۔ د تهاڼو ماحول دې د شكايت راوړونكو لپاره ساز او دوستانه وي۔ د ټولو پوليس سټېشنونو فرنټ ډېسك دې سېنټرلائز سسټم سره وتړلې شي۔ د پي اېس اېل كاميابۍ سره په كېدو د پنجاب پوليس ٬ امنيتي ادارې ٬ د پاكستان پوځ او پي بي سي د مباركۍ مستحق دي۔ ده د خالي په ورځ د پولیس سټېشنونو ډیجیټلائزېشن په لړ كښې دستورې ته خطاب كولو۔ وزیراعظم ووئيل اصلاحات د ادارو او څانګو په غوره ډول د فعاله كولو بنياد وي۔ كه دې ته پام ونكړې شي نو دا ادارې به بې فائدې وي۔ وزيراعظم ووئيل د بدمرغه ادارو كښې لاس وهنه شوې او ځينې كسانو خو په دې د خپلې مرضۍ مسلط كولو هڅه كړې ولې دوئي ناكامه شوي۔ ده وئويل ادارو ته به پاملرنه كول وي دغسې چې دوئي په ښه ډول كار وكړې شي۔ دستوره كښې د پنجاب ګورنر محمد رفیق رجوانه ، اعلی وزير محمد شهباز شریف، د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار محمد ایاز صادق، د صوبائي اسمبلۍ سپیکر رانا محمد اقبال خان، د قانون صوبائي وزير رانا ثناء اللہ، آئي جي پنجاب مشتاق احمد سکھېرا او د پوليس افسرانو په شمول پارلماني او صوبائي غړو ګډون وكړو۔ د پنجاب حكومت ډیجیټلائزیشن ګام ستائلو سره وزیراعظم ووئيل د پرمختګ كړې هېوادونو په ډول نوې ټېكنالوجي كارول د حېرانتيا خبره ده۔ هېواد كښې ټول سټېك هولډرز بايد د ټاكلې هدفونو ترلاسه كولو له هڅې وكړي۔ وزیراعظم ووئيل د پنجاب پوليس طريقه كار كښې ښه والې راغلې۔









