پاكستان او آذربائیجان يو بل سره ښه اړيكې لري۔ د باکو او اسلام آباد ترمينځھ پوځي او تكنيكي مرسته د دوه اړخيزه اړيكو مهمه برخه ده۔ د ايكو د مشرانو 13 مې غونډې كاميابۍ سره كېدل د غړو هېوادونو تنظيم په فعاله سيمه ايز بلاك كښې بدلولو كښې د خوښۍ لرلو او عزم څرګندونه ده۔ دواړه هېوادونه ملكي تجارت كښې زياتوالي له په بېن الحكومتي مشن هم كار كوي۔ جموں وكشمير د پاكستان او هند ترمينځھ بنيادي شخړه ده۔ د خارجه سلاكار سرتاج عزيز د آذربائیجان مېګزین سره مركه

اسلام آباد ۔ 11 مارچ (اے پی پی) خارجه سلاكار سرتاج عزيز وئيلي دي پاكستان او آذربائیجان يو بل سره غوره اړيكې لري۔ د باکو او اسلام آباد ترمينځھ پوځي او تكنيكي مرسته د دوه اړخيزه اړيكو مهمه برخه ده۔ د ايكو د مشرانو 13 مې غونډې كاميابۍ سره كېدل د غړو هېوادونو تنظيم په فعاله سيمه ايز بلاك كښې بدلولو كښې د خوښۍ لرلو او عزم څرګندونه ده۔ دواړه …

اسلام آباد ۔ 11 مارچ (اے پی پی) خارجه سلاكار سرتاج عزيز وئيلي دي پاكستان او آذربائیجان يو بل سره غوره اړيكې لري۔ د باکو او اسلام آباد ترمينځھ پوځي او تكنيكي مرسته د دوه اړخيزه اړيكو مهمه برخه ده۔ د ايكو د مشرانو 13 مې غونډې كاميابۍ سره كېدل د غړو هېوادونو تنظيم په فعاله سيمه ايز بلاك كښې بدلولو كښې د خوښۍ لرلو او عزم څرګندونه ده۔ دواړه هېوادونه ملكي تجارت كښې زياتوالي له په بېن الحكومتي مشن هم كار كوي۔ جموں وكشمير د پاكستان او هند ترمينځھ بنيادي شخړه ده۔ د آذربائیجان مېګزین آذري ډاټ ټوډے سره مركه كښې د ايكو اوسنۍ غونډې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې سرتاج عزيز ووئيل دا غونډه انتهائي كاميابه وه ۔ دې غونډې سيمه ايز استحكام او پرمختګ لپاره زمونږ اجتماعي خوښي رامخې ته كړې۔ دا د دې خبرې هم ښكاره ثبوت دے چې پاكستان سيمه كښې پرمختګ او مثبت بدلونونو له فعاله كردار ترسره كول غواړي۔ ده ووئيل دې غونډې سره به د سيمه ايزو رابطو د لارې منطقه كښې سوكالي وده ومومي۔ د وزیر اعظم نواز شریف او د آذربائیجان اولس مشر ترمينځھ د ملاقات په اړه د يوې پوښتنې په ځواب خارجه سلاكار ووئيل دواړو لارښود د شريكې خوښې په معاملو د مرستې روانې ساتلو او په نړيواله كچه د يو بل ملاتړ كولو ته سلا شول۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې خارجه سلاكار ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره غوره اړيكې لري۔ د باکو او اسلام آباد ترمينځھ پوځي او تكنيكي مرسته د دوه اړخيزه اړيكو مهمه برخه ده۔ ولې مونږ له به دا اړيكې لا پراخا كول وي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه به ډېر زر د آزاد تجارت لوظنامه وشي۔ دې سره سره د دواړو هېوادونو ترمينځھ د افرادي قوت تبادلې په اړه د مفاهمت په يو دستاوېز هم كار روان دے۔

مزید خبریں