اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) د پي اېس اېل د سپاټ فكسنګ معاملې اېف آئي اے ابتدائي راپور داخله وزير ته وړاندې كړے چې پكښې د پې اېس اېل په موقع د سپاټ فكسنګ مخنيوي په ګامونو او د لوبغاړو د ككړېدو امكاناتو په حقله نكات په ګوټه كړې شوې۔ د داخله وزارت لخوا جاري بيان له مخې د پي سي بي لخوا د معلوماتو او د …
د پي اېس اېل د سپاټ فكسنګ معاملې اېف آئي اے راپور داخله وزير ته وړاندې كړو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پی پی) د پي اېس اېل د سپاټ فكسنګ معاملې اېف آئي اے ابتدائي راپور داخله وزير ته وړاندې كړے چې پكښې د پې اېس اېل په موقع د سپاټ فكسنګ مخنيوي په ګامونو او د لوبغاړو د ككړېدو امكاناتو په حقله نكات په ګوټه كړې شوې۔ د داخله وزارت لخوا جاري بيان له مخې د پي سي بي لخوا د معلوماتو او د اوسنيو شواهدو به فرانزك جاج اخستو سره ذمه وار په ګوته كولې شي ۔ ۔راپور كښې وئيلي شوې د لوبغاړو د موبائل فونز پېغامونو ختمولو د معاملې هم جاج اخستې شي دغسې چې د دې خبرې پلټنې وكړې شي چې د كومو لوبغاړو فكسرانو سره تماس ؤ او د دوي ترمېنځه څه پركړې شوي ۔داخله وزير چوهدری نثار علي خان ووئيل معامله يوازې د يو څو لوبغاړو د ذاتي فعل او بدعنوانۍ نه ده بلكې داسې خبرونو سره د هېواد نېك نامي ځپلې كېږي ٬ځكه د دې مسئلې بشپړه او د هرې زاويې څخه پلټنې ضروري دي۔ ده امر وكړو چې اېف آئي اے دې د كوم فشار يا مخ ملازې نه غېر د معاملې بې پرې او زر تر زره پلټنې وكړي









