اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)د وزیراعظم د تعلیمي اصلاحاتو پروګرام په دوېم پړاٶ كښې د 200 سكولونو د ښكلا كار به زر پېل كړې شي٬ 70 بسونه اخستلې شوې دي او 130 به نور بسونه او 30 كوسټرې به اخستلې شي ٬د اسلام آباد سکولونه به ټول هېواد له ماډل سكولونه جوړولې شي٬ د اسلام آباد يو سكول به نجي څانګې ته ونه سپارلې شي٬ د 70 مونټیسوري …
ماشومانو ته معياري تعليم وركول د وزیراعظم محمد نواز شریف وژن دے

مزید خبریں
اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)د وزیراعظم د تعلیمي اصلاحاتو پروګرام په دوېم پړاٶ كښې د 200 سكولونو د ښكلا كار به زر پېل كړې شي٬ 70 بسونه اخستلې شوې دي او 130 به نور بسونه او 30 كوسټرې به اخستلې شي ٬د اسلام آباد سکولونه به ټول هېواد له ماډل سكولونه جوړولې شي٬ د اسلام آباد يو سكول به نجي څانګې ته ونه سپارلې شي٬ د 70 مونټیسوري كلاسونو اجراء راتونكي تعليمي كال كښې وكړې شي٬ بايد د صحت او تعليم په معامله سياست ونه كړې شي۔ د شورو په ورځ د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري او د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزير مریم اورنګزیب، د قامي اسمبلۍ غړې مائزہ حمید او د وزیراعظم د تعلیمي اصلاحاتو د پروګرام کے اېډوائزر علی رضا په پي آئي ډي كښې د ګډې خبري كنفرنس ته وېنا كوله ۔ مريم اورنګزېب ووئيل ماشومانو ته معياري تعليم وركول د وزیراعظم محمد نواز شریف وژن دے‘ د وزیراعظم په امر به په تعليمي ادارو كښې په بېړني بنيادونو اصلاحات كوٶ٬ د اسلام آباد يو سكول هم نه دې پرائيوټ شوې او نه دا اراده لرو٬ وزیراعظم د تعلیمي پروګرام له مخې تعلمي معيار ته پام ګرځولې شوې۔ دې ووئيل د مېرمنو نړيوالې ورځ په مناسب فاطمه جناح او د بېنظير بهټو شهيدې پشمول د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ د شهيدانو مېرمنو ته پېرزونې وړاندې كوم ۔ دې ووئيل بېنظير بهټو د پاكستان وړومبۍ مېرمن وزیراعظمه څوك چې په جمهوريت قربان شوې۔ دې ووئيل د وزیراعظم په امر په تعليمي ادارو كښې په بېړني بنيادونو اصلاحات كوٶ٬ د اسلام آباد يو سكول هم نه دې پرائيوټ شوې او نه دا اراده لرو٬ وزیراعظم د تعلیمي پروګرام له مخې تعلمي معيار ته پام ګرځولې شوې۔ دې ووئيل د اسلام آباد جوړېدو په وخت سكولونه جوړ كړې شوي وو او د دغه سكولونو د ودانيو حالت خراب دے او آسانۍ هم نه لري۔ دې ووئيل د وزیراعظم د وژن له مخې به د اسلام آباد د 422 سكولونو چې سروے وشوه نو معلومه شوه چې نه پكښې د سائنس لېب شته او نه د كمپيوټر لېب ۔ حكومت پرېكړه وكړه چې سائنس لېبز ٬ كمپيوټرز لېبز او لېنګوېچ لېبز به جوړولې شي ۔ دوهمې وزيرې ووئيل د آرټيكل 25 اے له مخې تر 16 كالو تعليم ضروري او وېړيا دے۔ دې ووئيل تعليم معيار به په ځائې ساتلے شي او دې لپاره د نجي تعليمي دارو په مرسته سركاري سكولونو كښې مونټېسوري كلاسونه بې اجراء كولې شي۔ دې ووئيل د وزیراعظم د تعلیمي اصلاحاتو پروګرام معلومات وركولو له به هره مياشت ميډيا ته بريفنګ وركولې شي ۔ دې ووئيل بايد د صحت او تعليم په معامله سياست ونه كړې شي او په دې معامله كښې ميډيا هم خپله ذمه واري ترسره كړي ۔ د دې پروګرام له مخې په وړامبې ځل د استاذانو تربيه لازمي ګرځولې شوې۔ دې ووئيل ما خپله د اسلام آباد په اېف ماډل ګرلز سكول اېف سېون ټو كښې زده كړه كړې او حكومت غواړي چې د اسلام اباد د سكولونو شاندار تېر وخت بېرته راولي۔ په دې موقع ډاكټر طارق فضل چوهدري او نورو هم خبرې وكړې۔









