اسلام آباد ۔ 08 مارچ (اے پی پی) په پوځي عدالتونو كښې سزا شويو 5 ترهګرو ته په ډسټركټ جېل كوهاټ كښې پهانسي وركړې شوې۔ د آئي اېس پي آر ترمخه كوم ترهګر چې په سولۍ كړې شوي دي په دوئي كښې شوکت علی ، امداد اللہ ٬ صابر شاہ ٬ خاندان ولد دوست محمد خان او نور علی ولد فضل غنی شامل دي۔ شوکت علی د تحریک طالبان پاکستان …
په پوځي عدالتونو كښې سزا شويو 5 ترهګرو ته په ډسټركټ جېل كوهاټ كښې پهانسي وركړې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 08 مارچ (اے پی پی) په پوځي عدالتونو كښې سزا شويو 5 ترهګرو ته په ډسټركټ جېل كوهاټ كښې پهانسي وركړې شوې۔ د آئي اېس پي آر ترمخه كوم ترهګر چې په سولۍ كړې شوي دي په دوئي كښې شوکت علی ، امداد اللہ ٬ صابر شاہ ٬ خاندان ولد دوست محمد خان او نور علی ولد فضل غنی شامل دي۔ شوکت علی د تحریک طالبان پاکستان فعال غړے ؤ۔ دې په قانون نافذ كوؤنكو ادارو او وسله والو ځواكونو بريدونو كولو كښې ككړ ؤ۔ شوكت د مجسټرټ وړاندې د خپل جرم اعتراف كړے ؤ۔ په ده د 5 تورونو مقدمه وچلېده او د مرګ سزا وركړې شوه۔ امداد الله د تحریک طالبان پاکستان چمتو غړے ؤ۔ ده د مجسټرټ تړائل كورټ په وړاندے د خپل جرم اعتراف كړے ؤ۔ په ده د 5 تورونو مقدمه وچلېده او د مرګ سزا وركړې شوه۔ صابر شاه د تحریک طالبان پاکستان چمتو غړے ؤ۔ دې په وسلو والو ځواكونو بريدونو كښې ككړ ؤ۔ كومو كښې چی د پاك پوځ ځوانان شهيد شوي وو۔ ده د مجسټرټ او تړائل كورټ په وړاندے د خپل جرم اعتراف وكړو۔ ۔ په ده د 3 تورونو مقدمه وچلېده او د مرګ سزا وركړې شوه۔ خاندان د تحریک طالبان پاکستان چمتو غړے ؤ۔ دې په وسلو والو ځواكونو بريدونو كښې ككړ ؤ۔ كومو كښې چی د پاك پوځ ځوانان شهيد شوي وو۔ ده د مجسټرټ او تړائل كورټ په وړاندے د خپل جرم اعتراف وكړو۔ په ده د 3 تورونو مقدمه وچلېده او د مرګ سزا وركړې شوه۔ انور علي هم د تحریک طالبان پاکستان چمتو غړے ؤ۔ دې په وسلو والو ځواكونو بريدونو كښې ككړ ؤ۔ كومو كښې چی د پاك پوځ ځوانان شهيد شوي وو۔ ده د مجسټرټ او تړائل كورټ په وړاندے د خپل جرم اعتراف وكړو۔ ۔ په ده د 3 تورونو مقدمه وچلېده او د مرګ سزا وركړې شوه۔









