آل خېبر پښتونخوا فټ سال ټورنامنټ به د دسمبر په 28مه نېټه په بنو كښې پېل كېږي

پېښور 26 دسمبر (اے پي پي) د ډسټركټ سپورټس آفس او د آل سپورټس اېسوسي اېشن بنو مرسته آل خېبر پښتونخوا فټ سال ټورنامنټ به د دسمبر په 28مه نېټه په بنو كښې پېل كېږي. په ټورنامنټ كښې به د ټولې صوبې څخه 32 لوبډلې ګډون كوي. ټورنامنټ به په ناك آٶټ سسټم كولې شي. د ټورنامنټ فائنل مېچ به د جنورې په وړومبې نېټه كېږي.