اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې سي پېك سره به پاكستان كښې معاشي انقلاب راشي ٬ حكومت تر كال 2025 پاكستان د نړۍ په 25 زياتو مضبوطو هېوادونو كښې د شاملولو پلان لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل چې دې منصوبې سره به نړۍ سره د سرمايه كارې …
سي پېك سره به پاكستان كښې معاشي انقلاب راشي

مزید خبریں
اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې سي پېك سره به پاكستان كښې معاشي انقلاب راشي ٬ حكومت تر كال 2025 پاكستان د نړۍ په 25 زياتو مضبوطو هېوادونو كښې د شاملولو پلان لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل چې دې منصوبې سره به نړۍ سره د سرمايه كارې او تجارتي اړيكې په مستحكم كېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ احسن اقبال ووئيل چې د سي پېك له مخې لنډې٬ د مېنځنۍ او د اوږدې مودې منصوبو بشپړېدو سره به پاكستان كښې معاشي انقلاب راشي۔ ده ووئيل چې د توان په څانګه كښې 75 فيصده سرمايه كاري د نجي څناګې د لارې كولې شي دغسې د سترو لارو او نورو منصوبې به په آسان شرطونو قرض ترلاسه كولو سره ترسره كولې شي









