اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی ) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي چې د اقتصادی راهدارۍ په اړه كلن کنفرنس د اګست په آخر یا ستمبر كښې د كولو پريكړه شوې، د پاکستان او چین څخه کاروباری ورورولۍ له به د ګډون كولو بلنه وركولې شي، کنفرنس به د انفراسټرکچر، توان ، صنعت او معاشی زون په اړه د معلوماتو په آسانولو كښې …
د اقتصادی راهدارۍ په اړه كلن کنفرنس د اګست په آخر یا ستمبر كښې د كولو پريكړه شوې

مزید خبریں
اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی ) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي چې د اقتصادی راهدارۍ په اړه كلن کنفرنس د اګست په آخر یا ستمبر كښې د كولو پريكړه شوې، د پاکستان او چین څخه کاروباری ورورولۍ له به د ګډون كولو بلنه وركولې شي، کنفرنس به د انفراسټرکچر، توان ، صنعت او معاشی زون په اړه د معلوماتو په آسانولو كښې مرستياله وګرځي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت كښې د راهدارۍ په اړه د كلن کنفرنس په حقله مهمې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ووئيل چې د اقتصادی راهدارۍ په اړه كلن کنفرنس د اګست په آخر یا ستمبر كښې د كولو پريكړه شوې، د پاکستان او چین څخه کاروباری ورورولۍ له به د ګډون كولو بلنه وركولې شي۔ په دې موقع وفاقی وزیر د وزارت اعلی چارواكو او ګډون كونكو ته سپارښتنه وكړه چې كلن کنفرنس كښې دې نجی څانګې ، تعلیم، تجارت، صنعت، پوهانو او د محققینو ګډون باوري كولو له د اوسه نه هڅې وكړې شي، کنفرنس كښې دې د پاکستان نجی، صنعتی او پیداواری څانګې له د خپلو مصنوعاتو د نندارتون بلنه وركړې شي۔ ده ووئيل کنفرنس كښې ګډون كونكې دې د اقتصادی راهدارۍ بيلا بيلو پروژو په اړه د پیش رفت څخه خبر كړے شي









