اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات ٬خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د پي اېس اېل فائنل په لاهور كښې كولو سره پاكستان كښې د كركت لوبه بيا راژوندې شوې ده ٬ پرون قذافي سټېډيم كښې محسوس شوه چې دا د نواز شريف نوې پاكستان دے ، ميډيا چې څنګه د سوله ايز او د ېرې نه د پاك پاكستان پېغام عام كړې …
پاك پوځ د هېواد دفاع لپاره ځانګرې قربانۍ وركړې ٬ د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات ٬خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د پي اېس اېل فائنل په لاهور كښې كولو سره پاكستان كښې د كركت لوبه بيا راژوندې شوې ده ٬ پرون قذافي سټېډيم كښې محسوس شوه چې دا د نواز شريف نوې پاكستان دے ، ميډيا چې څنګه د سوله ايز او د ېرې نه د پاك پاكستان پېغام عام كړې په ھغې ټول قام ميديا له مباركي وركړي۔ نننۍ پاكستان په اقتصادي توګه پرمختللې٬ د ترهه ګرۍ ٬ېرې او د لوډشېدنګ د تيارو نه پاك مخ په وړاندې تلونكےپاكستان دے٬ د كوم چې وزیراعظم په كال 2013 كښې قام سره لوظ كړې ٶ٬ عمران خان لپاره پكار ٶه چې د پي اېس اېل پائې لوبې كتلو له تللې ؤ او هم ھغسې كمنټري ئې كړې وه لكه څنګه چې ئې آئي پي اېل لپاره ئې په هند كښې كړې وه ٬ مومند اېجنسۍ كښې د پولې پورې غاړې څخه د پاكستان په پوستو د بريدونو غندنه كوٶ٬ پاك پوځ د هېواد دفاع لپاره بې مثاله قربانۍ وركړې دي٬ د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه ۔ دې ووئيل ميډيا چې څنګه د سوله ايز او د ېرې نه د پاك پاكستان پېغام عام كړې په ھغې ټول قام ميديا له مباركي وركوي۔ مریم اورنګزېب ووئيل د پي اېس اېل پائې لوبه په لاهور كولو ټول قام د مباركۍ مستحق دے۔ پرون قذافي سټېډيم كښې محسوس شوه چې دا د نواز شريف نوې پاكستان دے۔دې ووئيل نننۍ پاكستان په اقتصادي توګه پرمختللې٬ د ترهه ګرۍ ېرې او د لوډشېدنګ د تيارو نه پاك خوشحاله و مخ په وړاندې تلونكے پاكستان دے٬ د كوم چې وزیراعظم په كال 2013 كښې قام سره لوظ كړې ٶ۔ دې ووئيل پاكستان د پي اېس اېل په پائي لوبه كولو ترهه ګرۍ ته ماتې وركړې او په دې د پنجاب حكومت او د قانون نافذ كوٶنكې ټولې ادارې د مباركۍ مستحق دي ۔ دې ووئيل د وزیراعظم محمد نواز شریف په حكومت كښې د لوبو مېدانونه آباد شوي۔ د پي اېس اېل كاميابۍ څخه ثابته شوه چې پاكستانے قام بې ېرې او نه ېرېدونكے قام دے۔ دې ووئيل د لوبو او انټرټېنمنټ په دې لوي ون يونټ كښې اولس ٬ ځوانانو ٬ سول سوسائټئ بشپ ګډون كړې ۔ دې ووېيل عمران خان د کرکټ سټار دے٬ عمران خان لپاره پكار ٶه چې د پي اېس اېل پائې لوبې كتلو له تللې ؤه او هم ھغسې كمنټري ئې كړې وه لكه څنګه چې ئې آئي پي اېل لپاره هند كښې كړې وه۔ مريم اورنګزېب ووئيل دا يو مېچ نه ٶ بلكې يو تاريخ رقم كولو ؤو ٬ هېواد كښې يو ځل بيا كركټ بحال شوې او بيا لپاره به هم مېچونه كېږي۔ مریم اورنګزېب مومند اېجنسۍ كښې د پولې پورې غاړې څخه د پاكستان په پوستو د بريدونو غندنه وكړه٬ دې ووئېل پاك پوځ د هېواد دفاع لپاره بې مثاله قربانۍ وركړې او د شهيدانو قربانۍ به رنګ راوړي٬ دې ووئېل مونږ د شهيدانو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يو۔دې ووئيل هېواد كښې د سړي سر شمېرې پرېكړه به يو مهم سنګ ګام وګرځي









