پاكستان كښې ډېر زر د لوبو نړيوالې مقابلې امكان لري۔ اولس مشر ممنون حسېن٬ د پاکستان کرکټ بورډ ، د پي اېس اېل چیئرمېن او پېښور زلمي ته مباركي د پائ لوبې په موقع په ښه انتظاماتو او امنيت ټېنګولو د پنجاب حكومت او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د خذماتو ستائنه

اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي لوبې صحت مندانه هلو ځلو ته وده وركوي ٬ د فكر عمل پراخه كوي او ټولنه كښې د صبر او ډسپلن اقدارو ته وده وركوي٬ حکومت هېواد كښې د لوبو او د صحت مند كلتور د ډاډګيرنې عزم لري او د پاكستان سپر ليګ د فائنل مېچ كاميابي دې پلو يو ګام دے هيله ده چې پاكستان …

اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي لوبې صحت مندانه هلو ځلو ته وده وركوي ٬ د فكر عمل پراخه كوي او ټولنه كښې د صبر او ډسپلن اقدارو ته وده وركوي٬ حکومت هېواد كښې د لوبو او د صحت مند كلتور د ډاډګيرنې عزم لري او د پاكستان سپر ليګ د فائنل مېچ كاميابي دې پلو يو ګام دے هيله ده چې پاكستان كښې به ډېر زر د لوبو نورې نړيوالې مقابلې هم وشي۔ اولس مشر د پي اېس اېل پاې لوبه په كاميابۍ سره په كولو د پاکستان کرکټ بورډ او د پي اېس اېل چيئرمېن نجم سېټهي ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل د مېچ په موقع د خلقو جوش او ولولې د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد د قام د عزم پخلې ؤ۔ اولسمشر په ښه لوبه كولو د پي اېس اېل ټولو لوبډلو او پېښور زلمي ته په جام ګټلو مباركي وركړه ۔ اولس مشر ممنون حسېن د پائ لوبې په موقع په ښه انتظاماتو او امنيت ټېنګولو د پنجاب حكومت او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د خدماتو ستائنه هم وكړه۔

مزید خبریں