د کشمیر او فلسطین كشالې به د اولسي هيلو له مخې هوارېږي٬ د پاكستان اقتصادي استحكام به د مقبوضه كشمير د آزادۍ منزل رانزدې كړي٬ پاکستان به د كشمير كشاله په نړيواله كچه رامخې ته كولو له مرسته دوامداره ساتي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د آزاد جمو كشمير كونسل پلاوي سره خبرې

اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د کشمیر او فلسطین كشالې به د اولسي هيلو له مخې هوارېږي٬ د پاكستان اقتصادي استحكام به د مقبوضه كشمير د آزادۍ منزل رانزدې كړي۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې د آزاد جمو كشمير كونسل پلاوي سره په ملاقات كښې وكړې چا چې د سردار عبدالخالق ولي په مشرۍ كښې ده سره ملاقات كولو۔ اولس …

اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د کشمیر او فلسطین كشالې به د اولسي هيلو له مخې هوارېږي٬ د پاكستان اقتصادي استحكام به د مقبوضه كشمير د آزادۍ منزل رانزدې كړي۔ اولس مشر ممنون حسېن دا خبرې د آزاد جمو كشمير كونسل پلاوي سره په ملاقات كښې وكړې چا چې د سردار عبدالخالق ولي په مشرۍ كښې ده سره ملاقات كولو۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د آزاد كشمير د پرمختګ مزل پېل شوې دے د كوم كاميابۍ له چې به اولس له كردار ترسره كول وي۔ اولس مشر ووئيل پاکستان به د كشمير كشاله په نړيواله كچه رامخې ته كولو له خپله مرسته دوامداره ساتي ۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان اقتصادي استحكام به د مقبوضه كشمير د آزادۍ منزل نزدې كړي۔ اولس مشر زور رواړو چې د آزاد كشمير ځوانان دې د سائنس او ټېكنالوجۍ او د آئي ټي تعليم پلو راغب كړې شي دغسې چې ھغوي د منطقې په پرمختګ كښې خپل كردار ولوبولې شي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د پاكستان سباٶن روښانه دے او مايوسي بايد خپره نه كړې شي ۔ ده ووئيل اولس دې هېواد كښې د روانو پرمختيائي منصوبو په كاميابۍ سره بشپړېدو له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل په راتلونكو څو كلونو كښې به نړۍ كښې په لويه كچه بدلونونه رامخي ته شي۔ ده زياته كړه چې د سي پېك منصوبې مېوې رامخې ته كېدل پېل شوې دي او په ګوادر پورټ هم هڅې پېل شوې دي ۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل اولس دې هېواد په پرمختللې قامونو كښې اودرولو او قامي آمدن زياتولو له خواري وكړي۔ ده ووئيل د پرمختګ راز خپل كار كولو او د بل په كار كښې لاس وهنه نه كولو كښې دے۔ده ووئيل د تعليم او صحت بجټ به نور زياتولې شي۔

مزید خبریں