کرکټ نړيوالو اړيكو ته ودې وركولو ښه ذریعه ده۔ جاوید هاشمی

ملتان 05 مارچ (اے پی پی) نوموړي سیاستمدار مخدوم جاوید هاشمی وئيلي دي چې لوبې او په خاص توګه كركټ په نړيواله كچه اړيكو ته د ودې وركولو ښه ذریعه ده ۔ تيره ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده د پاکستان سپرلیګ فائنل په لاهور كښې كولو او د پنجاب حکومت او پاکستان کرکټ بورډ د لاهور قذافی سټيډيم رڼاګانې په بحالولو مبارکي وركولو سره ووئيل د غیرملکی …

ملتان 05 مارچ (اے پی پی) نوموړي سیاستمدار مخدوم جاوید هاشمی وئيلي دي چې لوبې او په خاص توګه كركټ په نړيواله كچه اړيكو ته د ودې وركولو ښه ذریعه ده ۔ تيره ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده د پاکستان سپرلیګ فائنل په لاهور كښې كولو او د پنجاب حکومت او پاکستان کرکټ بورډ د لاهور قذافی سټيډيم رڼاګانې په بحالولو مبارکي وركولو سره ووئيل د غیرملکی لوبغاړو پاکستان ته راتلل د خوشحالۍ خبره ده۔ ده ووئيل ځينې نړيوال طاقتونه پاکستان كښې د کرکټ تباهي غواړي ۔ بايد مونږ ښه جوش او جذبې سره د كركټ مرسته وكړو۔ د تحریك انصاف چیئرمېن عمران خان په بیان د يو پوښتنې په ځواب ده ووئيل د عمران خان د شهرت وجه د کرکټ لوبه ده او بايد هغه د پاکستان سپرلیګ فائنل كتلو له لاهور ته راغلې وې۔

مزید خبریں