د پاکستان ټولې صوبې د هېواد په وسائلو يو ډول حق لري

اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان په حقیقی معنو كښې پرمختللې رياست جوړولو له حکومتي وژن د هېواد د ټولو وفاقی یونټو د پرمختګ او سوكالۍ نه غير ممکن نه دے۔ ده دا خبره د د خالي په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې د بوچستان وزیراعلیٰ سردار ثناء اللہ زهری سره ملاقات په مهال وكړه۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ وزیراعظم د صوبائی حکومت …

اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان په حقیقی معنو كښې پرمختللې رياست جوړولو له حکومتي وژن د هېواد د ټولو وفاقی یونټو د پرمختګ او سوكالۍ نه غير ممکن نه دے۔ ده دا خبره د د خالي په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې د بوچستان وزیراعلیٰ سردار ثناء اللہ زهری سره ملاقات په مهال وكړه۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ وزیراعظم د صوبائی حکومت د اړخه اولسې ښېګړو له د پورته كړې شويو ګامونو څخه خبر كړو۔ وزیراعلیٰ ووئيل صوبه كښې د سلامتی صورتحال كښې د ښه والې په سوب د پرمختګ او سماجی ښېګړې پروژې د يو نوې جذبې سره پيل كړې شوي۔ د وزیراعظم لخوا بلوچستان كښې پرمختيائي پروژو ته په ترجیحی بنیادونو په پام لرنې كولو د بلوچستان وزیراعلیٰ د وزیراعظم محمد نواز شریف مننه وكړه ۔ ده ووئيل تير وخت كښې د بلوچستان د اولس محرومیو ته د وفاقی حکومت د اړخه پام نه دې شوے۔ وزیراعظم ووئيل ، د پاکستان ټولې صوبې د هېواد په وسائلو يو ډول حق لري، د ټولو صوبو ٬ فاټا او ګلګت بلتستان ترمينځه د وسائلو وېش په سپېځلې ډول ممکن كول زمونږ ذمه واري ده۔ ده ووئيل زه پخپله په بلوچستان كښې د روانو پرمختيائي پروژو او د سکیمونو د رفتار جاج اخلم۔ وزیراعظم ووئيل د حکومت ایجنډا ټول هېواد كښې پرمختګ او سوكالي ده، د ګوادر بندرګاہ د بلوچستان او د سيمې د اولس د حالت بدلولو استعداد لري۔ وزیراعظم ووئيل د حکومت د پرمختيائي پروژو او اقداماتو په سوب به د بلوچستان اولس خپلواكه شي او هغوي به د ژوند بيلو څانګو كښې د كار خپل استعداد وکاروي۔

مزید خبریں