پاکستان د اي كامرس پرمختګ ډېر امكانات لري

اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د خزانې وزير سناتور محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاكستان كښې اي كامرس بزنس پرله پسې زياتېږي او د لا پرمختګ ډېر امكانات لري۔ د جمعې په ورځ د چين آن لائن كامرس نوميالۍ ډلې علي بابا پلاوي سره خبرو كښې ده ووئيل پاكستان كښې هر كال د اي كامرس حجم دوه چنده كېږي او كوم به چې تر كال 2020 تر يو …

اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د خزانې وزير سناتور محمد اسحاق ډار وئيلي دي پاكستان كښې اي كامرس بزنس پرله پسې زياتېږي او د لا پرمختګ ډېر امكانات لري۔ د جمعې په ورځ د چين آن لائن كامرس نوميالۍ ډلې علي بابا پلاوي سره خبرو كښې ده ووئيل پاكستان كښې هر كال د اي كامرس حجم دوه چنده كېږي او كوم به چې تر كال 2020 تر يو ارب ډالر نه زيات شي ۔ د پلاوي مشري مېكس بټنر كوله ۔ د خزانې وزير ووئيل پاكستان كښې په تندۍ سره پرمختګ كوٶنكے د اي كامرس څانګې له آسانۍ له د آئي سي ټي زيات انفراسټركچر شته ٬ د موبائل براډ بېنډ زياتوالي تر 26 مېلونه كسانو رسېدلې۔ ده ووئيل پاكستان تهري او فور جي ټېكنالوجي معرفي كړې ٬ 11 فيصده نه زيات وګړي مالياتي ټرانزكشن له موبائل فون كاروي۔ د خزانې وزير پاكستان كښې په اي كامرس كښې د علي بابا ګروپ د سرمايه كارۍ ستائنه وكړه۔ په دې موقع د خزانې وزير سږ كال جنورۍ كښې ډېوٶس كښې د نړيوال مالياتي فورم غونډې په مهال د وزیراعظم محمد نواز شریف او د علی بابا ګروپ د چیئرمېن جېك ما ترمېنځه د ملاقات ذكر هم وكړو چرته چې ھغه پاكستان كښې د يو اي كامرس پلېټ فارم جوړولو او د كوچنو صنعتونو مرستې كولو له هم وئېلې و ۔ د خزانې وزير په ډله زور رواړو چې ھغوي پاكستان كښې ډيجيټل ټرېډ انډسټرۍ په اړه سرمايه كاري وكړې ۔ د پلاوي غړو هم پاكستان كښې د ډيجېټلائزېشن او اي كامرس په څانګو كښې د پرمختګ ستائنه وكړه ۔

مزید خبریں