سپن وام (شمالی وزیرستان) 03 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د جمعې په ورځ شمالی وزیرستان كښې د کرم تنګی بند د بنیاد تيګه كېښودله۔ په دې مهال د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا، وفاقی وزیر خواجه محمد آصف، د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، وفاقی وزیر اکرم درانی، عباس آفریدی او د انجینئر امیر مقام نه علاوہ د واپډا چیئرمېن لیفټېننټ جنرال …
وزیراعظم محمد نواز شریف په شمالی وزیرستان كښې د کرم تنګی بند د بنیاد تيګه كېښودله

مزید خبریں
سپن وام (شمالی وزیرستان) 03 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د جمعې په ورځ شمالی وزیرستان كښې د کرم تنګی بند د بنیاد تيګه كېښودله۔ په دې مهال د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا، وفاقی وزیر خواجه محمد آصف، د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، وفاقی وزیر اکرم درانی، عباس آفریدی او د انجینئر امیر مقام نه علاوہ د واپډا چیئرمېن لیفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن هم موجود وو۔ وزیراعظم د تختۍ مخ كتنه كولو سره د بند جوړولو د بنیاد تيګه كېښودله۔ کرم تنګی بند كښې به د 1.2 ملیونه ایکړه فټه اوبو ذخیرہ کولو ګنجائش وي او دا به د شمالی وزیرستان ایجنسۍ سيمې کرم تنګی كښې جوړولې شي۔ د دې بند څخه به 83.4 میګاواټه برېښنا ترلاسه شي۔ د دې نه ځانله په شمالی وزیرستان ایجنسۍ او خېبر پښتونخوا كښې به زرعی مقاصدو لپاره اوبه ترلاسه شي او د سیلاب مخنيوې به هم ممکن شي۔ دا پروژه به په دوه پړاؤنو كښې بشړولې شي۔ وړومبې پړاؤ به درې كلونو كښې بشپړ شي









