پی آئی اے يوه قامی اثاثه ده

اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي پی آئی اے يوه قامی اثاثه ده ، د پي آئي اے به ناوړه حالت تشوېش لرو۔ مونږ ټول غواړو چې پي آي اے د نړۍ ښه ائير لائن جوړ كړې شي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د جمعې پھ ورځ پي آئي اے كښې اصلاحات لپاره د جوړې خاص …

اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي پی آئی اے يوه قامی اثاثه ده ، د پي آئي اے به ناوړه حالت تشوېش لرو۔ مونږ ټول غواړو چې پي آي اے د نړۍ ښه ائير لائن جوړ كړې شي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده د جمعې پھ ورځ پي آئي اے كښې اصلاحات لپاره د جوړې خاص كمېټۍ د څلورمې غونډې مشري كوله۔ غونډه د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت كښې وشوه۔غونډه كښې د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر، د پی آئی اے اعلی اهلكارو او د وزارت چارواكو ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر ووئيل پی آئی اے د خسارې څخه وېستو له به بنیادی وجوهات او اسباب معلومول وي۔ ده ووئيل د پی آئی اے بحالۍ له مهمو او كوټلو پريكړو ته اړتيا ده ، قامی ایئر لائن به حالاتو ته پرېښودلې نشي۔ ده ووئيل د پی آئی اے ښه والې له کارکردګي باوري كولو او د احتساب او جزا او سزا نظام مؤثره كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د دې خبرې تعین پكار دے چې د 2017ء تر آخر د پی آئی اے څه حال ؤه او 2018ء كښې د ادارې څه حال دے ، مونږ له به قام ته ځواب وركول وي۔ده ووئيل يوازې د خسارې تر سره كولو له د روپو وركړه اصل مقصد نه دے بلکې دا خبره به باوري كول وي چې مونږ پھ حقیقی معنو كښې د بحالۍ ، ګټې او معیار مزل پېل كړو

مزید خبریں