اسلام آباد 02 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي راروانو 10كلونو كښې به نړۍ كښې زيات بدلونونه رامخې ته شي چې په نتيجه كښې به ئې د كشمير مسئله او عرب نړۍ زياتې مسئلې حل شي۔دا خبره د زيارت پھ ورځ اولس مشر ممنون حسېن د اردن مورخ عمر محمد نزل ارمورثی سره د ملاقات په مهال وكړه۔ عمر محمد نزل ارمورثی نوموړې تاریخ دان دے …
راروانو 10كلونو كښې به نړۍ كښې زيات بدلونونه رامخې ته شي چې په نتيجه كښې به ئې د كشمير مسئله او عرب نړۍ زياتې مسئلې حل شي

مزید خبریں
اسلام آباد 02 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي راروانو 10كلونو كښې به نړۍ كښې زيات بدلونونه رامخې ته شي چې په نتيجه كښې به ئې د كشمير مسئله او عرب نړۍ زياتې مسئلې حل شي۔دا خبره د زيارت پھ ورځ اولس مشر ممنون حسېن د اردن مورخ عمر محمد نزل ارمورثی سره د ملاقات په مهال وكړه۔ عمر محمد نزل ارمورثی نوموړې تاریخ دان دے او د 30 کتابونو مصنف دے۔ اولس مشر ووئيل د کشمیر او فلسطین مسئله تر هغې حل كيدې نه شي تر څو چې د اولس هيلې په دې كښې شامل شوي نه وي۔ اولس مشر ووئيل د كشمير مسئله كړ كېچنه نه ده بلکې يوه ښكاره مسئله ده او کشمیر د کشمیریانو دے ۔ ده ووئيل هند تل د دې مسئلې حل کولو كښې ستونزي رامخې ته كوي او د کشمیر د اولس د هيلو په ضد په دې ئې قبضه كړې ده۔ اولس مشر ووئيل د کشمیر او فلسطین اولس د آزادۍ لپاره د جبر په ضد هلې ځلې كوي۔ اولس مشر ووئيل پاکستان به د کشمیراو فلسطین اولس د آزادۍ لپاره د منصفانه هلو ځلو حمایت كوي۔ ده ووئيل دا دواړه مسئلې د بشري بنیادونو په توګه رامخې ته كولو ته اړتيا ده ۔ د اولس مشر ووئيل پاکستان او اردن دوه اسلامي هېوادونه دي او دوه اړخيزه اړيكې لري۔ اولس مشر ووئيل دواړه هېوادونو تل په سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړي۔ په دې موقع عمر محمد نزل ارمورثی اولس مشر له ډالۍ هم وركړه









