اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز د توان ټرانسپورټ او انفرسټركچر په څانګو كښې مرسته زياتولو له د پاكستان د قوي عزم پخلې كولو سره د تاپي (تركمانستان٬ پاكستان٬ افغانستان ٬ هند) ګاز پائپ لائن په پروژه د كار زر پېل كولو په حاجت زور رواړلې ۔ ده دا خبرې د تركمانستان اولس مشر قربان علی بردي محمدیوف سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د …
وزیراعظم محمد نواز شریف ترکمانستان اولس مشر قربان علي بردي محمدیوف سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز د توان ټرانسپورټ او انفرسټركچر په څانګو كښې مرسته زياتولو له د پاكستان د قوي عزم پخلې كولو سره د تاپي (تركمانستان٬ پاكستان٬ افغانستان ٬ هند) ګاز پائپ لائن په پروژه د كار زر پېل كولو په حاجت زور رواړلې ۔ ده دا خبرې د تركمانستان اولس مشر قربان علی بردي محمدیوف سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د اي سي او مشرانو په 13مه غونده كښې د ګډون نه پس ده سره ملاقات وكړو۔ پاکستان د وړاندې نه د لېپس لازولي كوريډور او سنټرل ايشيا—مډل ايسټ كوريډور كښې په شاملېدو د رضا مندۍ څرګندونه كړے۔ دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه تجارت په زياتولو هم سلا كړې۔ وزیراعظم د اي سي او مشرانو غونډه كښې ګډون او د ھغې تجويزونو له د قدر وړ كردار په ترسره كولو د تركمانستان اولس مشر مننه وكړه۔ د مشرانو غونډه په كاميابه كولو وزيراعظم ته مباركي وركولو سره د تركمانستان اولس مشر ووئيل زه د مشرانو غونډې په نتيجو ډېر خوشحاله شوې ېم كومو كښې چې د اي سي او سباٶن كښې د پرمختګ لاره په ګوته كړې شوې ده۔ وزیراعظم تېر كال نومبر كښې د اشك آباد خپلې ګټورې دورې ذكر هم وكړو۔ دواړو مشرانو د دورې په مهال د پورته كړې شويو پرېكړو د پرمختګ جاج اخستو او د پرېكړو په عملي كولو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه ۔ د ترکمانستان اولس مشر د خپل او د خپل پلاوي په تود هركلي او مېلمستيا د وزیراعظم نواز شریف مننه وكړه ۔









