اسلام آباد ۔ 01 مارچ (اے پی پی) د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئيلي دي پښتنو ټول عمري هېواد او قام لپاره قربانۍ وركړې دي او نن هم د ترهه ګرۍ په ضد د مضبوط دېوال په شان ولاړ دي۔ پاكستان او افغانستان له به د ترهه ګرۍ په شكل كښې د شريك دښمن په ګډه مقابله كول وي۔ د شورؤ په ورځ خبريالانو سره خبرو …
پښتنو ټول عمري هېواد او قام لپاره قربانۍ وركړې دي۔ آفتاب شېرپاؤ

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 01 مارچ (اے پی پی) د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئيلي دي پښتنو ټول عمري هېواد او قام لپاره قربانۍ وركړې دي او نن هم د ترهه ګرۍ په ضد د مضبوط دېوال په شان ولاړ دي۔ پاكستان او افغانستان له به د ترهه ګرۍ په شكل كښې د شريك دښمن په ګډه مقابله كول وي۔ د شورؤ په ورځ خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد تر ټولو زياتې قربانۍ پښتنو وركړي دي او نن هم وركوي۔ ده ووئيل مونږ باورلرو چې د فاټا خېبر پختونخوا سره يو كېدو سره به پښتون قام لا قوي شي۔ ده ووئيل افغانيان زمونږ ورونړا دي مونږ يو بل سره په مذهبي او كلتوري خپلولو تړلې يو۔ حاجت دې خبرې ته دې چې د ترهګرۍ په شكل كښې د شريك دښمن يو موټې كېدو سره مقابله وكړې شي









