بارسلونا 01 مارچ (اے پی پی) پاكستان د ټيلي كام په څانګه كښې د مثالي پرمختګ څرګندونه كولو سره نړيوال اعزاز د جي اېس اېم اے ګورنمنټ ليډر شپ كال 2017م ايوارډ ترلاسه كړو۔ دا ايوارډ د انفارمېشن ټېكنالوجې دوهمې وزيرې انوشه رحمان د سپېن په بارسلونا ښار كښې ترلاسه كړو۔ د تېرې يوې لسيزې په مهال پاكستان په اول ځل دا ايوارډ ترلاسه كړې۔ په دې موقع دوهمې وزيرې …
پاكستان د ټيلي كام په څانګه كښې د مثالي پرمختګ څرګندونه كولو سره نړيوال اعزاز د جي اېس اېم اے ګورنمنټ ليډر شپ كال 2017م ايوارډ ترلاسه كړو

مزید خبریں
بارسلونا 01 مارچ (اے پی پی) پاكستان د ټيلي كام په څانګه كښې د مثالي پرمختګ څرګندونه كولو سره نړيوال اعزاز د جي اېس اېم اے ګورنمنټ ليډر شپ كال 2017م ايوارډ ترلاسه كړو۔ دا ايوارډ د انفارمېشن ټېكنالوجې دوهمې وزيرې انوشه رحمان د سپېن په بارسلونا ښار كښې ترلاسه كړو۔ د تېرې يوې لسيزې په مهال پاكستان په اول ځل دا ايوارډ ترلاسه كړې۔ په دې موقع دوهمې وزيرې انوشه رحمان ووئيل چې دا ايوارډ د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې په دې څانګه كښې د پاكستان د پرمختګ اعتراف او په ټيلي كام كميونټې د باور څرګندونه ده۔ هغې ووئيل چې د انفارمېشن ټېكنالوجې څانګې د تېرو دريو كلونو په مهال مثالي پرمختګ كړې۔ دا د تېرو دوه كلونو په مهال پاكستان ته ترلاسه كېدونكې دويم نړيوال ايوارډ دے۔ هغې په اعتراف كولو او د پاكستان په اوسني مشرتابه په باور كولو د جي اېس اېم اے او ګلوبل ټېلي كام كميونټې مننه وكړه









