د اقتصادي مرستې تنظيم غونډه كول د اوسني حكومت لويه كاميابي ده۔ ډاكټر زاهد انور خان

اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د قومي چارو كارپوهه ډاكټر زاهد انور خان وئيلي دي چې د اقتصادي مرستې تنظيم غونډه كول د اوسني حكومت لويه كاميابي ده۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د سيمه ايزې مرستې دا تنظيم ډېر د اهميت وړ دے ځكه چې هند پاكستان په نړۍ كښې تنها كول غواړي او دې غونډې سره به د پاكستان مثبت تشخص په …

اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د قومي چارو كارپوهه ډاكټر زاهد انور خان وئيلي دي چې د اقتصادي مرستې تنظيم غونډه كول د اوسني حكومت لويه كاميابي ده۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د سيمه ايزې مرستې دا تنظيم ډېر د اهميت وړ دے ځكه چې هند پاكستان په نړۍ كښې تنها كول غواړي او دې غونډې سره به د پاكستان مثبت تشخص په ډاګه شي او د پاكستان په ضد ټولې منفي پروپېګنډې به له مېنځه لاړې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان د اوسنې حكومت حكومت د ښه سفارت او د ښه پالېسو په نتيجه كښې روسيې٬ چين٬ اېران٬ تركيې٬ تركمانستان٬ تاجكستان٬ آذربائيجان او د ازبكستان پشمول ټولو هېوادونو سره زمونږ اړيكې مستحكم شوې دي۔ ده ووئيل دې د مشرانو دې غونډې سره به تجارتي٬ معاشي او سياسي اړيكې لا وده وكړي

مزید خبریں