د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ سره پاكستان كښې د روسيې سفير ایلکسي يوروچ ديدوف وليدل

پېنډۍ 28 فروري (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ سره په پاكستان كښې د روسيې سفير ایلکسي يوروچ ديدوف ليدلي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د سميه ايزې سلامتيا په چارو غور شوې۔ د روسيې سفير په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ د اوسنيو كاروائيو غندنه وكړه او د روسيې لخوا ئې ځپليو كورنيو سره د …

پېنډۍ 28 فروري (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ سره په پاكستان كښې د روسيې سفير ایلکسي يوروچ ديدوف ليدلي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د سميه ايزې سلامتيا په چارو غور شوې۔ د روسيې سفير په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ د اوسنيو كاروائيو غندنه وكړه او د روسيې لخوا ئې ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ او افسوس څرګندونه وكړه۔ د روسيې سفير د ترهه ګرۍ او معاشي پرمختګ په اړه د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ اېلكسي يوروچ ديدوف د ترهه ګرۍ خاتمې له د پاك پوځ لخوا د پېل شويو رد الفساد عملياتو ستائنه وكړه ۔ د پوځ سرلښكر جنرال باجوه د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواكونو ترمېنځه د روانې مرستې ستائنه كولو سره ووئيل چې سيمه ايزې سلامتيا لپاره د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواكونو تر مېنځه دې مرسته لا زياته كړې شي

مزید خبریں