اسلام آباد ۔ 28 فروری (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود طلال چوهدري وئيلي دي چې د حنيف عباسي د پټيشن څخه وروستو به د عمران خان حقيقت اولس ته ښكاره شي۔ نورو نه حساب غوښتونكے خپل ٬ د بچو ٬ د جائيداد او د خپل پلار حساب نه لري۔ محمد نواز شریف به د پاكستان د پرمختګ مزل روان ساتي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره …
د حنيف عباسي د پټيشن څخه وروستو به د عمران خان حقيقت اولس ته ښكاره شي

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 28 فروری (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود طلال چوهدري وئيلي دي چې د حنيف عباسي د پټيشن څخه وروستو به د عمران خان حقيقت اولس ته ښكاره شي۔ نورو نه حساب غوښتونكے خپل ٬ د بچو ٬ د جائيداد او د خپل پلار حساب نه لري۔ محمد نواز شریف به د پاكستان د پرمختګ مزل روان ساتي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د تورونو لګوونكي عمران خان اوس سترې محكمې ته د ځواب وركولو ورځې راغلي دي۔ د عمران خان وكيل د حنيف عباسي صاحب د پټيشن تاريخ نه وېرېږي ولې چې دې سره به د عمران خان حقيقت اولس ته ښكاره شي۔ ده ووئيل نورو نه حساب غوښتونكے خپل ٬ د بچو ٬ د جائيداد او د خپل پلار حساب نه لري۔ ده ووئيل د دې كېس اورېدنې نه وروستو به عمران خان دوه څلور كلونو له بلكې 100 كلونو لپاره نااهل شي۔ طلال چوهدری ووئيل عمران خان كومه استثنی اخستې نه ده بلكې خپل ارواښاد والد محترم ٬ بچي او خپل درې نسلونه ئې عدالت ته وړاندې كړې دي۔ كه مونږ نه د 70 كلونو حساب وغوښتلې شي نو هغه به هم وركړو۔ طلال چوهدری ووئيل عمران خان د پاكستان د پرمختګ او د چين د اولس مشر دورې منع كولو هڅه كړې۔ عمران خان به وئيل د چين اولس مشر به پاكستان ته نه راځي ولې نن سي پېك عملي شوے۔ پاكستان پرمختګ كوي









