اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د نېب چيئرمېن قمر زمان چوهدري وئيلي دي چې نېب د هېواد نه د بدعنوانې خاتمې لپاره ټولې وسيلې كاروي٬ د بدعنوانې خاتمې مخ نيوي لپاره اداره په درې اړخيزه حكمت عملۍ كار كوي۔ د نېب په قانون عمل درآمد سره د بدعنوانې په ضد كمائن ګړندې شوې۔ په سكولونو٬ كالجونو او پوهنتونونو كښې د 42 زرو نه زياتې ټولنې د خبرتيا كمپائن …
نېب د هېواد نه د بدعنوانې خاتمې لپاره ټولې وسيلې كاروي

مزید خبریں
اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د نېب چيئرمېن قمر زمان چوهدري وئيلي دي چې نېب د هېواد نه د بدعنوانې خاتمې لپاره ټولې وسيلې كاروي٬ د بدعنوانې خاتمې مخ نيوي لپاره اداره په درې اړخيزه حكمت عملۍ كار كوي۔ د نېب په قانون عمل درآمد سره د بدعنوانې په ضد كمائن ګړندې شوې۔ په سكولونو٬ كالجونو او پوهنتونونو كښې د 42 زرو نه زياتې ټولنې د خبرتيا كمپائن له مخې جوړې كړې شوې دي۔ ده دا خبرې د نېب د كاركردګې د جاج اخستنې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې د كومې مشري چې ده پخپله وكړه۔ ده ووئيل چې بدعنواني د ټولو بدو كارونو جرړه ده او دې سره د هېواد د پرمختګ او خوشحالې عمل ځپلې كېږي۔ ده ووئيل چې زه دا نه وايم چې نور هېوادونه د دې نه پاك دي٬ خو مونږ وايو چې دلته صورتحال زیات خراب دے۔ مونږ ته د دې د مخ نيوي كولو سخت ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د منطقې ټولو طبقو او په خاص توګه ځوانانو ته د بدعنوانې په ضد د يو موټې كېدو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې نېب د هېواد نه د بدعنوانې خاتمې لپاره ټولې وسيلې كاروي٬ د بدعنوانې خاتمې مخ نيوي لپاره اداره په درې اړخيزه حكمت عملې كار كوي۔ د نېب په قانون عمل درآمد سره د بدعنوانې په ضد كمائن ګړندې شوې۔ په سكولونو٬ كالجونو او پوهنتونونو كښې د 42 زرو نه زياتې ټولنې د خبرتيا كمپائن له مخې جوړې كړې شوې دي۔﴿م ع/ګ ل/1537)









