وزیراعظم محمد نواز شریف د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د چين د سفارتي او مادي ملاتړ هركلے وكړو

اسلام آباد 28 فروری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د چين د سفارتي او مادي ملاتړ هركلے كړې۔ وزيراعظم دا خبرې د اي سي او کنفرنس كښې ګډون لپاره په راتګ د چين اېګزېكټو نائب خارجه وزير ژي ژوئي سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې ده سره ليدلي۔ وزیراعظم د چين لخوا …

اسلام آباد 28 فروری (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د چين د سفارتي او مادي ملاتړ هركلے كړې۔ وزيراعظم دا خبرې د اي سي او کنفرنس كښې ګډون لپاره په راتګ د چين اېګزېكټو نائب خارجه وزير ژي ژوئي سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې ده سره ليدلي۔ وزیراعظم د چين لخوا په هر ډول حالاتو كښې د چين د قيادت او اولس د ملاتړ مننه كوٶ٬ هره ورځ تېرېدو سره د پاكستان او چين ترمېنځه اړيكې لا مضبوطېږي۔ وزيراعظم د نيوكليئر سپلائرز ډلې او د يو اېن اېس پي 1267 كمېټۍ په معامله پرله پسې په حمايت كولو د چينائي حكومت مننه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان او چین آئرن برادرز دي او چين سره دوستي د خارجه پاليسۍ بنيادي محور دے۔ ده ووئيل سي پېك ګېم چېنجر دے چې له مخې ئې د منطقې د اربونو خلقو ژوند بدلېدونكې دے۔ وزيراعظم اي سي او كنفرنس كښې په خاص بلنه د عوامي جمهوريت چين دولت د نمائنده په توګه د اېګزېكټو نائب خارجه وزير په ګډون كولو د ھغه هركلے وكړو۔ ده ووئيل د كنفرنس سرخط “سيمه ايزې خوشحالۍ له رابطې” دے كوم چې د چين ون بېلټ ون روډ د تصور سره همغږي لري۔ ده ووئيل اقتصادي لارې څخه به د اي سي او ريجن او د دې نه وړاندې لپاره د تذويراتي خواږو په لړ كښې موقعې پېدا شي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل د چين اولس مشر شي جن پنګ په بلنه به بېلټ اېنډ روډ فورم فار انټرنېشنل كوآپرېشن كښې ګدون لپاره مئي كښې د چين دوره كوم۔ په دې موقع پاكستان كښې د چين سفير سن وئی ډونګ، ایشیائي چارو لپاره ډائرېكټر جنرال ژو ګيان او د آسيائي څانګې قونصلر شېن فنګ سره سره د وزيراعظم د خارجه چارو خاص سلاكار طارق فاطمي ٬ د وزيراعظم سېكتر فواد حسن فواد، خارجه سېكتره تهمینه جنجوعه او نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔﴿م

مزید خبریں