د مشرانو په غونډه كښې به توان ،انفرا سټرکچر او تجارتی سېکټرز ته پاملرنه كولې شي

اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) خارجه سيكتر اعزاز احمد چوهدری وئيلي دي د اقتصادی مرستي تنظیم مشرانو غونډه كښې به توان ،انفرا سټرکچر او تجارتی سېکټرز ته پاملرنه كولې شي۔ د ای سی او مشرانو 13مې غونډې په اړه د اسلام آباد ډیکلرېشن مسودہ جوړه شوي۔ غونډه كښې به د 5 هېوادونو مشران ، د درې هېوادونو حکومتی مشران، يو دوهم وزیراعظم او يو خاص سفارتکار غونډه كښې …

اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) خارجه سيكتر اعزاز احمد چوهدری وئيلي دي د اقتصادی مرستي تنظیم مشرانو غونډه كښې به توان ،انفرا سټرکچر او تجارتی سېکټرز ته پاملرنه كولې شي۔ د ای سی او مشرانو 13مې غونډې په اړه د اسلام آباد ډیکلرېشن مسودہ جوړه شوي۔ غونډه كښې به د 5 هېوادونو مشران ، د درې هېوادونو حکومتی مشران، يو دوهم وزیراعظم او يو خاص سفارتکار غونډه كښې ګډون كوي۔ د ګل په ورځ د ای سی او چارواكو دوه ورځنۍ غونډي پھ پائي كښې میډیا ته د بریفنګ پھ مهال اعزاز احمد چوہدری ووئيل غونډه كښې د ای سی او مشرانو د 13مې غونډي ایجنډې له سفارشات تیار کړې شوي۔ دغه سفارشات به (نن) د نهې په ورځ د کونسل آف منسټرز غونډې ته وړاندې كولې شي د كومې د منظورۍ نه پس به چې دغه سفارشات د مشرانو د غونډي برخه وي۔ خارجه سېکتر اعزاز احمد چوهدری ووئيل د مشرانو په غونډه كښې به د ای سی او غړو هېوادونو ترمينځه رابطې او د مرستې نوي لارې لټولې شي۔ د ای سی او غړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او توان څانګې پشمول بيلو څانګو كښې به د مرستې زياتولو جاج اخستلې شي۔ ده ووئيل د چین پاکستان اقتصادی راهداری يوه لويه پروژه ده چې ورسره به ټولې نړۍ ته ګټه ورسي۔ د سيمې ټول هېوادونو به دې څخه استفاده وكړي۔ د سيمې هېوادونه پھ پروژه كښې د شموليت په اړه په زړه پورې ځواب راكړې دے۔ د ای سی او په اړه د يوې پوښتنې په ځواب خارجه سېكتر ووئيل د مشرانو په غونډه كښې به د غړو هېوادونو ترمينځه تګ راتګ ګړندې كولو له پھ اقدامات هم غور كولې شي ۔ پاکستان د تنظیم غړو هېوادونو ترمينځه د سامان سمدستي ترسیل او د اولس تګ راتګ لپاره د نړيوال معیار له مخې د بنیادی ډھانچې خوښي لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان نه چري يوازي ٶ او نه يواځې يوازې كولې كېدې شي۔ پاکستان د ټولې نړۍ سره تړلې شوے۔ څوك هم پاکستان يوازې كولې نشي او نه پھ دې هڅه كښې بريا موندلې شي۔ ده ووئيل د وزیراعظم په بلنه د ځينو هېوادونو مشران پاكستان ته راځي۔ ده ووئيل نړۍ د پاکستان د اقتصادی پرمختګ اعتراف کوي۔ زمونږ اقتصادی او تجارتی اړيكې مثبت پشرفت كوي۔ خارجه سېكتر ووئيل د ای سی او غونډي پھ مهال به وزیراعظم نواز شریف د غېر ملکی حکومتی مشرانو سره يو په يو ملاقات كوي۔ ده ووئيل د ازبکستان نوې وزیراعظم به د ای سی او مشرانو غونډه كښې ګډون كوي ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ ختمولو عزم لري۔ (ص ف/ګ ل/2114)

مزید خبریں