اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيري مرېم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان دې د پاكستان بال ټهاكرے نه جوړېږي٬ ھغه ته څو وارې دا وېنا شوې چې سوچ سره بيان وركوه٬ كله د خو د خېر خبره كوه٬ د سترې محكمې په اړه د بلاٶل بيان غېر سنجيده دې٬ دغه بيان ادارو له د دړكې وركولو يوه بله هڅه ده٬ په لاهور كښې …
په لاهور كښې د پي اېس اېل فائنل مېچ پاكستانيانو لپاره زېرے دے

مزید خبریں
اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيري مرېم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان دې د پاكستان بال ټهاكرے نه جوړېږي٬ ھغه ته څو وارې دا وېنا شوې چې سوچ سره بيان وركوه٬ كله د خو د خېر خبره كوه٬ د سترې محكمې په اړه د بلاٶل بيان غېر سنجيده دې٬ دغه بيان ادارو له د دړكې وركولو يوه بله هڅه ده٬ په لاهور كښې د پي اېس اېل فائنل مېچ پاكستانيانو لپاره زېرے دے٬ كوم چې د دښمنانانو د وېرې خپرولو د ناوړه عزائمو په ضد ځوابي اقدام دے۔ د ګل په ورځ د عمران خان او بلاٶل بهټو زرداري په بيانونو خپل غبرګون كښې مريم اورنګزېب ووئيل بايد عمران خان د پي اېس اېل په اړه مثبت بيان وركړې وې٬ ټول قام سترګې په لاره دے چې چرې به عمران خان د خېر خبر وكړي۔ دې ووئيل عمران خان په لاهور كښې د پي اېس اېل فائنل په لار كښې د خڼډانو راولاړو په ځائ كه د خېبر پښتونخوا حكومت د پنجاب حكومت له د مرستې وړاندېز كړې ٶ نو دا به د يوالي پېغام ٶ۔ دې ووئيل په كال 2013 كښې د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت چې څنګه د ټولو ګوندونو سره په ګډه كار كولو نن دا د ھغې نتيجه ده٬ ترهه ګر غواړي چې د وېرې فضا جوړه كړي او چرې داسې كار ونه شي چې ورسره پاكستان د سوكالۍ په لور روان شي ٬ خو د دې برعكس دا پرېكړه د پنجاب حكومت دا د مړانې پرېكړه ده۔ دې ووئيل دا يوه داسې پرېكړه ده د كومې چې ټولو قام په طمعه وو۔ دې ووئيل مونږ به د هېواد دښمنه عناصرو ناوړه عزائم ناكامه كوٶ۔ د اطلاعاتو دوهمې وزيرې ووئيل د سترې محكمې په اره د بلاول بيان غېر سنجيده دے ٬د بلاول بيان ادارو له د دړكې وركولو يوه بله هڅه ده۔ بايد بلاول د خپلې مور د سياسي بصيرت نه زده كړه وكړي۔ دې ووئيل مخالفه ډله پانامه د ډال په توګه كارول غواړي۔دې ووئيل د حكومت په ضد بيانونه وركوٶنكو ته معلومه شوې چې د كاركردګۍ په بنياد د مسلم ليګ (ن) مقابله نشو كولې نو ځكه ھغوي د وخت نه وړاندې د ټاكنو خواهش لري۔ مريم اورنګزېب ووئيل كال 2018 ته لا ډېر وخت دے مخالفه ډله دې خپله كاركردګي ښه كړي









