مصر كښې 2 نيم زره كاله پخواني 27 تابوتونه وموندلے شول

قاهرہ۔ 24 ستمبر(اے پی پی) مصر كښې لرغونپوهه 2 نيم زره كاله پخواني 27 تابوتونه موندلي دي ۔ د عرب نیوز له مخې دا تابوت د پلازمينې قاهره سوئيل كښې د ګيزا كمشنري په ثاقره سيمه كښې موندلے شوي ۔ دغه سيمه كښې درې زره كاله پخوانۍ اديره موجود ده او دا ځائې د يونېسكو لخوا نړيواله ثقافتي ورثه ګرځولے شوے۔ د مصری د لرغونو آثارو عهدېدارو خيال دے چې دې سيمه كښې دا تر ټولو ځانګړې لاس راوړنې دي