د رياض لوظنامې د لارې يمن كښې تل پاتې امن غواړؤ۔ شهزاده خالد بن سلمان

ریاض ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د سعودي عربستان د دفاع نائب وزير شهزاده خالد بن سلمان وئيلي دي سعودي عربستان يمن كښې مستقل او بشپړ امن ليدل غواړي۔ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل مونږ غواړؤ چې ګرده نړۍ كښې امن او سلامتيا خپره شي۔ مونږ يمن كښې د امن بېرغ پورته كوؤنكو او خپلو وروڼو سره د دې خبرې هڅه كوؤ چې د رياض لوظنامې د لارې …

ریاض ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د سعودي عربستان د دفاع نائب وزير شهزاده خالد بن سلمان وئيلي دي سعودي عربستان يمن كښې مستقل او بشپړ امن ليدل غواړي۔ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل مونږ غواړؤ چې ګرده نړۍ كښې امن او سلامتيا خپره شي۔ مونږ يمن كښې د امن بېرغ پورته كوؤنكو او خپلو وروڼو سره د دې خبرې هڅه كوؤ چې د رياض لوظنامې د لارې يمن كښې بشپړ او تل پاتې امن راشي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو خصوصي استازي سره په ګډه هڅې كولې شي دغسې چې يمن كښې روانه ستونزه هواره كړې شي او يمن د خليج او عرب نړۍ چوكاټ ته يو وارې بيا راشي

مزید خبریں