په برازيل كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 45 لكه 95 زرو ته رسېدلې، په وبا يو لك 38 زره كسان مړه شوي

رېوډي جنېرو 23 ستمبر (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 45 لكه 95 زرو ته رسېدلې، په وبا يو لك 38 زره كسان مړه شوي. د امريكائي مېډيا له مخې په برازيل كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 33536 نوي كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره په هېواد كښې د ځپلو رنځورانو شمېره 4595335 ته رسېدلې. په برازيل كښې په دې وخت …

رېوډي جنېرو 23 ستمبر (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 45 لكه 95 زرو ته رسېدلې، په وبا يو لك 38 زره كسان مړه شوي. د امريكائي مېډيا له مخې په برازيل كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 33536 نوي كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره په هېواد كښې د ځپلو رنځورانو شمېره 4595335 ته رسېدلې. په برازيل كښې په دې وخت كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 511549 ده. د روغتيا وزارت له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس په نتيجه كښې نور 836 كسان مړه شوي چې ورسره په ټول هېواد كښې په وبا د مړو كسانو شمېره 138159 شوه . په برازيل كښې د كورونا وائرس وړومبنے كېس سږ كال د فرورې په 26مه نېټه ےامخې ته شوے ؤ

مزید خبریں