په هند كښې د كورونا ځپلو شمېره د 56 لكه 46 زرو نه زياته شوه ، په وباﺀ كښې د 90 زره نه زيات كسان مړه شول

نوې ډيلې 23 ستمبر (اے پي پي) په هند كښې د كورونا وائرس د 83 زره نه زيات نوي رنځوران رامخې ته شوي او د دې نه پس په هند كښې د كورونا ځپليو شمېره د 56 لكه 46 زرو نه زياته شوې ، په ټول هېواد كښې په وبا كښې د 90 زرو نه زيات كسان مړه شوي. د هندي مېډيا له مخې هند د كورونا وائرس د رنځورانو …

نوې ډيلې 23 ستمبر (اے پي پي) په هند كښې د كورونا وائرس د 83 زره نه زيات نوي رنځوران رامخې ته شوي او د دې نه پس په هند كښې د كورونا ځپليو شمېره د 56 لكه 46 زرو نه زياته شوې ، په ټول هېواد كښې په وبا كښې د 90 زرو نه زيات كسان مړه شوي. د هندي مېډيا له مخې هند د كورونا وائرس د رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دوهم لوي هېواد شو چرته چې د كورونا ځپلو شمېره 5646101 ته رسېدلې . د تېرو 24 ساعتو په مهال په هند كښې د كورونا وائرس 83347 نوي كېسونه راغلي. د چارواكو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا 1085 رنځوران مړه شوي او د فعاله كېسونو شمېره 968376 ده. په دې هېواد كښې تراوسه 45 لكه 87 زره كسان روغ شوي. د مړو كسانو ټوله شمېره 90021 ته رسېدلې ده

مزید خبریں