برلن 22 ستمبر (اے پی پی)د المان چانسلرې انجیلا مرکل د بدلو شوو نړيوالو چیلنجونو تر مخه د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل (یو این اېس سی) كښې د بدلون غوښتنه كړې ده۔ انجیلا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 75مې غونډې ته خطاب کښې ووئيل ملګرو ملتونو له د 21مې پيړۍ چیلنجونو مقابله كولو لپاره بدلون كولو ته اړتيا ده۔۔چانسلرې مرکل ووئيل مونږ د يو بل په غم او خوشحالۍ كښې …
د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل كښې بدلون ته اړتيا ده،المان

مزید خبریں
برلن 22 ستمبر (اے پی پی)د المان چانسلرې انجیلا مرکل د بدلو شوو نړيوالو چیلنجونو تر مخه د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل (یو این اېس سی) كښې د بدلون غوښتنه كړې ده۔ انجیلا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 75مې غونډې ته خطاب کښې ووئيل ملګرو ملتونو له د 21مې پيړۍ چیلنجونو مقابله كولو لپاره بدلون كولو ته اړتيا ده۔۔چانسلرې مرکل ووئيل مونږ د يو بل په غم او خوشحالۍ كښې شريك يو او دغسې په خفګان كښې هم د يو بل سره ولاړ يو ۔دې په دې مهال د المان ادعا هم وړاندې كولو سره ووئيل المان په سلامتی کونسل كښې كومې هم ذمه وارۍ پورته كولو له چمتو دے۔دا خبره دې ياده وي المان ، بیلجیم ، جمهوریه ډومینیکن ، ایسټونیا ، انډونیزيا ، نائیجر ، جنوبی افریقا ، تیونس ، ویتنام ، سینټ ونسنټ او ګریناډائنس دا مهال د یو اېن اېس سی غیر مستقل غړي دي دغسې روس ، چین ، فرانس ، امریکا او برتانيه د دې مستقل غړي دي







