سي پېك څخه ټولې منطقې ته د ګټې په اړه د صدر عارف علوي د بيان ستائنه كوٶ۔ چين

بيجنګ 22 ستمبر (اے پي پي) چين د صدر ډاکټر عارف علوي د هغه بيان ستائنه كړې كوم كښې چې صدر عارف علوي افغانستان او د مېنځنۍ اسياء سيمه ايزو مفاداتو ته په وده وركولو كښې د سي پېك د اهميت ذكر كړے ٶ۔ په بيجنګ كښې د خارجه وزارت وياند وانګ وېن بن د يوې پوښتنې په ځواب اے پي پي ته ووئيل ډاكټر عارف علوي په ګوته كړې …

بيجنګ 22 ستمبر (اے پي پي) چين د صدر ډاکټر عارف علوي د هغه بيان ستائنه كړې كوم كښې چې صدر عارف علوي افغانستان او د مېنځنۍ اسياء سيمه ايزو مفاداتو ته په وده وركولو كښې د سي پېك د اهميت ذكر كړے ٶ۔ په بيجنګ كښې د خارجه وزارت وياند وانګ وېن بن د يوې پوښتنې په ځواب اے پي پي ته ووئيل ډاكټر عارف علوي په ګوته كړې چې سي پېك څخه به نه يوازې د چين او پاكستان اولس ته ګټه رسي بلكې دې سره به د سيمه ايز پرمختګ لارې هم پرانستلې شي او د منطقې ټولو هېوادونو كښې به معاشي مرسته وده ومومي۔ ده ووئيل سي پېك د بېلټ اېنډ روډ منصوبې مهم پائلټ پروګرام دے كوم چې د پاك چين مرستې ځانګړې علامت دے۔ ده زياته كړه چې شپږ كاله وړاندې په پېل كړو پروژو كښې زيات پېشرفت شوے او د 25 بېليونه ډالرو څخه زياته سرمايه كاري نېغ په نيغه پاكستان ته راروانه ده۔ ده ووئيل د بشپړېدونكو منصوبو په نتيجه كښې به پاكستان كښې د نقل و حمل بنيادي سټركچر او د برېښنا وركړه كښې بهتري راشي او دې سره د روزګار 70 زره موقع راپېدا شوې او په مجموعي قامي آمدن كښې د يو نه تر دوه فيصده كلنه اضافه شوې او ټولنيز اقتصادي پرمختګ او د اولس خېر ښګړې وده كړې۔ ده ووئيل چين د سي پېك د پرمختګ ملاتړ كوي۔ ده ووئيل مونږ د خپل قيادت د پرېكړې له مخې د بنيادي ډهانچې وده٬ سماجي خېرښګړه او د صنعتي او زرعي مرستې په بنياد پاكستان سره په ګډه د كار كولو عزم لرو دغسې چې سي پېك د بېلټ اېنډ روډ اېنيشي اېټو د پرمختګ په يو عملي منصوبه بدل كړے شي او د دې ګټه نه يوازې دواړو هېوادونو بلكې ټولې منطقې ته ورسي۔ د يادونې وړ ده صدر ډاکټر عارف علوي د تركمانستان خپل همڅنګ ګربنګولي بردي محمدوف سره د ټېلي فوني تماس په مهال وئيلي وٶ سي پېك به سيمه ايزو روابطو ته وده وركړي٬ په خاص توګه افغانستان او د مېنځنۍ اسياء هېوادونو ته به د دې سړك او رېل انفرسټركچر څخه ګټه ورسي

مزید خبریں