تركيه كښې د 5.3 شدت زلزله

انقرہ ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) ترکيه كښې د 5.3 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شوي۔ د امريكائي جيولوجيكل سروے له مخې د ګل په سهار د تركيه كېسيري سيمې پشمول بېلو سيمو كښې د زلزلې جړقونه محسوس كړې شوي۔ په رېکټر سکېل د زلزلې شدت 5.3 ریکارډ كړے شوے۔ د زلزلې مرکز 10.0 کلومیټره په زمكه كښې ژور ؤ ۔ د زلزلې په نتيجه كښې د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې