ملګري ملتونه 14 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 75مه كلنه غونډه د وډیو لنك د لارې نن د نهې په ورځ نیویارك كښې پېل كيږي چې پكښې به مشران ذاتی حیثیت سره ګډون نه كوي۔ د ذريعو له مخې د امریكې حكومت لخوا د كورونا وائرس له امله نیویارك ته راتلونكي هر يو تن لپاره 14 ورځې قرنطینه لازمی ګرځولې شوې ده۔ له دې كبله سږ كال …
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 75مه كلنه غونډه د وډیو لنك د لارې (نن) نیویارك كښې پېل كېږي

مزید خبریں
ملګري ملتونه 14 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 75مه كلنه غونډه د وډیو لنك د لارې نن د نهې په ورځ نیویارك كښې پېل كيږي چې پكښې به مشران ذاتی حیثیت سره ګډون نه كوي۔ د ذريعو له مخې د امریكې حكومت لخوا د كورونا وائرس له امله نیویارك ته راتلونكي هر يو تن لپاره 14 ورځې قرنطینه لازمی ګرځولې شوې ده۔ له دې كبله سږ كال د عمومي اسمبلۍ 75مه غونډه د تاریخی او ځانګړي نوعيت ده۔ دې ته به د نړۍ كوم هم لارښود ذاتی حیثیت سره نه حاضرېږي۔ غونډه كښې به عمومی بحث په 22 ستمبر پيل كيږي۔ غونډه كښې به د پاكستان وزیراعظم عمران خان په 25 ستمبر د غمومي اسمبلۍ 193 غړو ته د وډیو لنك د لارې خطاب كوي۔ د غونډې مشري به د تركيې سفارتكار وولكن بوزكر كوي كوم به چې نن د عمومي اسمبلۍ د صدر په هيڅ خپلې ذمه وارۍ سنبھالوي۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفیر منیر اكرم ووئيل وزیراعظم عمران خان به د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې يو ځل بيا په كشمیر كښې د هند جارحیت، ظلم او جبر په ضد نړۍ خبروي او د كشمیریانو د آزادۍ هلو ځلو تحریك او د هغوي د موقف به حمایت كوي۔ په غونډه كښې به د پاكستان سفیر منیر اكرم په ذاتی حیثیت سره موجود وي څوك به چې د وزیراعظم عمران خان او خارجه وزیر شاه محمود وډیو خطابونه ښائي۔







