برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شويو كسانو شمېره 43 لكهه 30 زره څخه زياته شوې، يو لك 31 زره نه زيات مړه

ریوډی جنیرو 14ستمبر(اے پی پی) د لاطینی امریكې برازیل هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شويو كسانو شمېره 43 لكهه 30 زره څخه زياته شوې دغسې په ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لك 31 زره څخه زيات كسان مړه شوې دي۔ د ګل په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 43718 …

ریوډی جنیرو 14ستمبر(اے پی پی) د لاطینی امریكې برازیل هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شويو كسانو شمېره 43 لكهه 30 زره څخه زياته شوې دغسې په ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لك 31 زره څخه زيات كسان مړه شوې دي۔ د ګل په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 43718 نوې كېسونه رامخې ته شوي چې ورسره د مصدقه رنځورانو شمېره 42 لكهه څخه زياته شوې۔ برازیل كښې دا مهال د كورونا وائرس 624834 فعاله رنځوران دي۔ د برازیل د روغتيا وزارت شمېرې له مخې هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس د لاسه نور 874 كسان مړه شوې دي۔ چارواكو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شويو مصدقه شمېره 131663 ده۔ برازیل كښې تر اوسه 35 لكهه 73 زره څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوې دي۔ برازیل د كورونا وائرس رنځورانو اعتبار سره د نړۍ دريم دغسې د اعتبار سره دويم لمبر زيات ځپلې هېواد دے۔ برازیل كښې د كورونا وائرس وړومبې كېس سږ كال په 26 فرورۍ تصديق شوے ؤ۔ چارواكو ووئيل هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوي كسانو شمېره پرله پسېي زياتېږي او د هېواد په لويو ښارونو كښې كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي

مزید خبریں