مونږ به هر حال كښې د خپل حق او ګټو دفاع كوؤ۔ صدر اردوګان

استنبول ۔ 13 ستمبر (اے پی پی) د تركيه صدر رجب طيب اردوګان د فتح سقاريه 99 مې سالګرې په موقعه جار كړي خپل بيان كښې وئيلي دي چې مونږ به هر ځائې او هر ډول حالاتو كښې د خپل حق او ګټو دفاع كوؤ۔ د ترك ابلاغ ذريعو له مخې صدر اردوګان په 13 ستمبر خپل جاري كړي بيان كښی وئيلي دي د خپل هېواد سلامتيا او دا مضبوط …

استنبول ۔ 13 ستمبر (اے پی پی) د تركيه صدر رجب طيب اردوګان د فتح سقاريه 99 مې سالګرې په موقعه جار كړي خپل بيان كښې وئيلي دي چې مونږ به هر ځائې او هر ډول حالاتو كښې د خپل حق او ګټو دفاع كوؤ۔ د ترك ابلاغ ذريعو له مخې صدر اردوګان په 13 ستمبر خپل جاري كړي بيان كښی وئيلي دي د خپل هېواد سلامتيا او دا مضبوط شكل كښې خپلو راتلونكو نسلونو ته د منتقل كولو عزم سره مخ په وړاندې تلل او كار كول به روان ساتؤ۔ ده زياته كړه چې جنګ سقاریه كښې چې كوم يو والي او ورورولۍ نه كار اخستې شوے وو هم هغه نن زمونږ د اولس لارښودنه كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تركيه كښې د سقاريه جنګ شهيدانو په ياد كښې هر كال يو پروقاره دستوره كولې شي كومې كښې چې د غازي مصطفی كمال اتاترك په شمول د جنګ ټولو اتلانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولې شي۔

مزید خبریں