ریاض ۔ 13 ستمبر (اے پی پی) مدینه منورہ كښې كه يو اړخ ته مسجد نبوي د اسلام د يو عظيم الشان يادګار او مقدس مقام په توګه موجود دے نو بلخوا په دې ښار كښې يو بل تاريخي شان او شوكت لرونكې جومات هم وجود لري كوم چې د مسجد درع نامې سره پېژندلے شي۔ د العربيه ټي وي له مخې مسجد درع ته دا درناوې ترلاسه دے چې …
مدينه منوره كښې د نبوت دور يادګار مسجد درع نن هم خپل شان وشوكت سره موجود دے

مزید خبریں
ریاض ۔ 13 ستمبر (اے پی پی) مدینه منورہ كښې كه يو اړخ ته مسجد نبوي د اسلام د يو عظيم الشان يادګار او مقدس مقام په توګه موجود دے نو بلخوا په دې ښار كښې يو بل تاريخي شان او شوكت لرونكې جومات هم وجود لري كوم چې د مسجد درع نامې سره پېژندلے شي۔ د العربيه ټي وي له مخې مسجد درع ته دا درناوې ترلاسه دے چې كله خاتم النبيين حضرت محمد ۖ غزوه احد لپاره تلو نو څه وخت لپاره ئې دلته آرام فرمائيلے وو۔ دې ته مسجد شېخېن ، مسجد البداع او مسجد العدوہ هم وئيلې شي۔ ولې زيات مشهور نوم ئې مسجد الدرع دے۔ او ددې نوم اېښودلو سبب دا ښودلے شي چې دلته خاتم النبین حضرت محمدۖ جنګ ته د تلو په وخت زره اچولې وه۔ دا جومات د مسجد نبوي او احد غر په مينځنۍ لاره كښې دے۔ ددې نه په لږ مسافت مسجد بني حارثه او مسجد المستراح دے۔ د پېړو تېرېدو باوجود دا جوماتونه نن هم خپل شان او شوكت سره قائم دي۔ سعودي عربستان كښې د آل سعود حكومت جوړېدو نه وروستو او ددې نه وړاندې دا جوماتونو د تعمير او بيا رغونې بېلو پړاؤنو څخه تېر كړې شوي دي۔







