د ملګرو ملتونو مشر د خبريالاتو په ضد د بريدونو غندنه

جنېوا ۔ 12 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګتېرس د خبريالانو په ضد د مخ په زياتېدونكو بريدونو غندنه كړې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د عمومي سېكرټري وياند سټېفن ډوجرك يو بيان كښې وئيلي دي چې ګرده نړۍ كښې د ميډيا او كارمندانو او خبريالانو په ضد په زياتېدونكو بريدونو حېرانه يم۔ ده ووئيل د میکسیکن صحافی جولیو والډیویا روډریګ اوسنې …

جنېوا ۔ 12 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګتېرس د خبريالانو په ضد د مخ په زياتېدونكو بريدونو غندنه كړې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د عمومي سېكرټري وياند سټېفن ډوجرك يو بيان كښې وئيلي دي چې ګرده نړۍ كښې د ميډيا او كارمندانو او خبريالانو په ضد په زياتېدونكو بريدونو حېرانه يم۔ ده ووئيل د میکسیکن صحافی جولیو والډیویا روډریګ اوسنې قتل په دې سختو حالاتو كښې يو مثال دے۔ ده زياته كړه چې عمومي سېكټري په خبريالانو د بريدونو غندنه كوي او اړوندو چارواك نه غوښتنه كوي چې هغوي دې دا خبره باوري كړي چې ددې به بشپړه پلټنې راوځي او ذمه وار به خپل انجام سره مخ كړے شي

مزید خبریں