شمالي کوريا ٬ د کورونا وائرس ځپليو په ډزو د ويشتلو امر

واشنګټن 11 ستمبر (اے پي پي) د امريکائي ځواكونو كمانډر وئيلي دي چې شمالي کوريا د کورونا وائرس ځپلي كسان په ډزو د ويشتلو امر كړے دے۔ د امريکې خبر رسنې ادارې له مخې په سوئيلي كوريا كښې د امريكائي فورس كمانډر رابرټ ابرامس وئيلي دي چې سوئيلي كوريا دا امر په هېواد كښې د كورونا وائرس خپرېدو لاره نيولو لپاره كړے دے۔ شمالي کوريا د وائرس مخنيوي لپاره د …

واشنګټن 11 ستمبر (اے پي پي) د امريکائي ځواكونو كمانډر وئيلي دي چې شمالي کوريا د کورونا وائرس ځپلي كسان په ډزو د ويشتلو امر كړے دے۔ د امريکې خبر رسنې ادارې له مخې په سوئيلي كوريا كښې د امريكائي فورس كمانډر رابرټ ابرامس وئيلي دي چې سوئيلي كوريا دا امر په هېواد كښې د كورونا وائرس خپرېدو لاره نيولو لپاره كړے دے۔ شمالي کوريا د وائرس مخنيوي لپاره د هېواد پولې بندې كړې وې او د جولائي په مياشت كښې ئې په لويه كچه په هېواد كښې كرفيو هم نافذ كړې وه۔ واشنګټن آن لائن کنفرنس ته خپلو خبرو كښې د فورس كمانډر ووئيل د پولې بندېدو باوجود د څيزونو په قاچاق كښې اضافې شوې ده ۔ ده زياته كړه چې شمالي كوريا د ممكنه اندېښنې له مخې په يو شمېر سيمو كښې خاص آپرېشنز فورسز تعينات كړي او ورته ئې د وائرس ځپليو كسانو په ګولۍ د ويشتلو امر هم كړے دے

مزید خبریں